افغانستان

کابل: د رسول الله ﷺ په ننګه راوتلي ۲ لاریون کوونکي د پولیسو له خوا ووژل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): دویم تعقیب: کابل کې د فرانسوي ګستاخانه مجلې پر ضد لاریون کې د پولیسو په ډزو ۲ کسان وژل شوي و ۳ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د کابل په نهمه حوزه کې د تره خیلو په سیمه کې پولیسو پر هغو لاریون کوونکو ډزې کړي چې د فرانسوي ګستاخانه مجلې پر ضد یې سوله‌ییز لاریون پیل کړی و.

راپور زیاتوي چې د کابل – جلال اباد لویه لاره نن سهار ۸ بجې لاریون کوونکو د ترافیکو پر مخ تړلې وه، دوی د فرانسوي مجلې پر ضد لاریون کاوه، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې لاریون کوونکو له ډلې ځينو کسانو  پولیس په تیږو وویشتل چې د پولیسو لخوا پرې ډزې وشوې.

عیني شاهدان وايي چې مظاهره نن سهار اته بجې د هودخیلو په سیمه کې پیل شوه او لاریون کوونکو هغه مهال پولیس په تیږو وویشتل چې د قابلبای په سیمه کې مخکې تګ ته پرېنښودل شول.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه راوتلي لاریون کوونکی چې د پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه راوتلي لاریون کوونکی چې د پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د لاریون کوونکو د تیږو ویشتلو له کبله پولیسو شاتګ وکړ او وروسته پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې پیل کړې چې له کبله یې ۲ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شول.

خو د کابل امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي بیا رسنیو ته ویلي چې د پولیسو په ډزو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه مظاهره د قانون خلاف بللې او لاریون کوونکي یې «اوباشان» بللي دي.

د کابل – جلال اباد لویه لاره چې د سهار ۸ بجو څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وه، شاوخوا ۱۱ بجې بېرته د خلکو پر مخ خلاصه شوه.
تر دې وړاندې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننګه د هېواد په لر و بر کې لاریونونه شوي وو، خو دا لومړنی لاریون دی چې په تاوتریخوالي واوښت.

عیني شاهدانو له قوله لاریون کوونکو له ځان سره سپين بیرغونه لېږدول او د فرانسې ضد شعارونه ورکول او له ګډ حکومته یې غوښتل چې په کابل کې د امریکا سفارت وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

ددی تظاهراتو تهدیدات خو بالواسطه حکومت او حکومتی اوباشانوته متوجی دی، دوی خو دفرانسویانو او ورته صلیبی ایتلافی حکومتونو داحسان مرهون دی او دهغوی نه پرته یی یوه ورځ هم بقا ممکن نده ، فرانسویانو ته سپکی او سپوری دخپل ځان توهین اوسپکاوی ګڼی ، نو ځکه خو د متظاهرینو سره ددښمن په حیث چلند کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x