افغانستان

د ولس مشر ویاند وحید عمر د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړه

waheed_omerنن ټکی آسیا: افغان ولس مشر حامد کرزي د خپل ویاند وحید عمر استعفاء ومنله.

دا دوهم ځل دی چي ښاغلی وحید عمر له خپلي دندي څخه استعفاء ورکوي، خو لومړي ځل ولس مشر د هغه استعفاء رد کړې وه، او هغه يې نه منلې، خو دا ځل ومنل شول، او وحید عمر نور ددغي دندي څخه لاس په سر شو.

دغه خبر د ولس مشر د ماڼي څخه په یوه خبرپاڼه کي ورکړه شوی دی، په خبر پاڼه کي ویل شوي،

چي حامد کرزي د وحید عمر هغه خدمتونه چي په تیرو څو کلونو کې تر سره کړې، وستایل، او هغه يې یو رښتونی او هیواد پاله ځوان وبللو.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چي وحید عمر ولي استعفاء وړاندي کړې، او نه هم وحید عمر په دې اړه کومي څرګندوني کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x