fbpx

د یوټیوب تر ټولو عجیب کاروونکی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): یو ۲۵ کلن ځوان هره ورځ ۴ ساعته ارام او له حرکت پرته خپل ویډیو جوړوي او دغه جوړ شوی ویډیو یوټیوب ته پورته کوي.

د یوټیوب دغه عجیب کاروونکی «بنجامین بنت» نومیږي او له تیرو شپږو میاشتو هره ورځ خپل څلور ساعته ویډیو جوړوي چې دغه څلورو ساعتونو کې هیڅ حرکت نه کوي او په شنډو يي مسکا وي.

تر اوسمهاله بنجامین بنت خپل ۱۲۰ ساعته ویډیو له کوم سپیناوی پرته یوټیوب کې خپور کړی. د بنجامین بنت ویډیو ګانو کې هیڅ ډول غږ او حرکت نشته چې دغه کار د یوټیوب نور کاروونکي حیران کړي چې د نوموړی هدف له دې ویډیوګانو څخه څه دی.

ځینې څیړونکي وايي چې بنجامین بنت له دې ویډیو ګانو سره غواړي خپل هنر نړیوالو ته وښيي خو اکثره خلک په دې باور دي چې نوموړی یو ذهني ناروغ دی چې خپل دغې کار لپاره هیڅ دلیل نه لري.

څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې بنجامین بنت وپوښتل شو چې ولې داسې ویډیوګانې جوړوي او یوټیوب ته يي پورته کوي نوموړی په ځواب کې وویل:« زه هم نه پوهیږم چې ولې داسې ویډیوګانې جوړوم. زما په نظر په انټرنیټ کې هیڅ داسې ویډیو یا فلم شتون نه درلود چې حرکت او غږ په کې نه وي نو ما وغوښتل داسې ویډیو هم په انټرنیټ کې اضافه کړم.»

بنجامین بنت وویل چې نوموړي ته زرګونو کسانو پیغام استولی او له نوموړي څخه یي د دې کار علت پوښتلی خو بنجامین بنت وایي چې زه نه غواړم دغه پوښتنو ته ځواب ورکړم ځکه چې زما په نظر زما کار یو هنر دی او زه ترې خوند اخلم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د