نظــر

د تمدنونو ټکر

ليکوال: ډاکټر مجاهد منصوري
ژباړن: احمدالله احمدزی

امريکايي پروفيسر سمويل هنګټينګټن ۱۹۹۲ کال کې د تمدنونو د ټکر نظريه په داسې حال کې وړاندې کړه، چې د شوروي اتحاد په له منځه تلو سړه جګړه پای ته رسيدلې وه او د دې خبرې بله معنا دا وه، چې ۱۹۵۰-۱۹۹۰م کال پورې د امريکا او شوروي اتحاد د څلورو لسيزو جګړه پای ته ورسيده او شوروي اتحادي د تسپو د دانو په څېر ټوټه ټوټه شو او هر يو يې ځانته جلا هېواد شو.

روس يوازې تر اوسني روس «بليو شوريا» محدود شو او اوس، چې د دواړو دوو سترو قوتونو تر منځ د سړې او تودې جګړې حالت رامنځته کيږي، نو چې يو قوت ماتيږي، بيا به نړۍ کې تر ډېر وخته امنيت وي.

د شوروي اتحاد له ماتې او وېش وروسته خو عقلي او منطقي خبره دا وه، چې د فلسطين، کشمیر او داسې نورې اوږدمهالې ستونزې په يوه لسيزه کې حل شوې وای. امريکا بايد دا ثابته کړې وای، چې د ابراهام لينکن په قدم روان دي، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې د شوروي اتحاد په زنځير تړل شوي هېوادونه ازاد شول، د برلېن ديوال له نړيدو وروسته نړۍ کې د سترو قوتونو د ځواک زوال يو نوی ګام و.

لويديځه اوروپا لا وار د مخه د يو والي په ټغر راټول شوي وو.
بايد وويل، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل پر ضد لويديزو هېوادونو، اسلامي نړۍ، چين، جاپان او ملګرو ملتونو په يو اواز غږ پورته کړ او د روس دا کار يې يرغل وباله او دغو ټولو هېوادونو لس کاله پرله پسې د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله، يعنې يوې لويې نړيوالې ټولنې د روسي يرغل د پای ته رسولو غوښتنه کوله.

له افغانستانه د شوروي عسکرو له وتو وروسته د درېيمې نړيوالې جګړې د پيدا کېدو امکان ډېر نه و، مګر له سړې جګړې وروسته تر ټولو توده سيمه ييزه جګړه پيل شوه. هغه مهال د نړۍ د اوږدو ستونزو او کشالو د حل نښې نښانې راڅرګندې شوې. له همدې امله کشميريانو د وسله وال مقاومت پر ځای د خود ارادیت په واسطه د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره مبارزه پيل کړه او هغه مهال کشمير کې د هندي عسکرو ټولنيزو ظلمونو د پاکستان او جهادي ډلو غبرګونونه راوپارول او فلسطين کې هم الفتح نظامي ګوند په مکمله توګه سوله ييزه مبارزه پيل کړه.

هغه د سړې جګړې د «فاتح» امريکا او اوروپايي ټولنې مسؤوليت و، چې شوروي اتحاد له نسکوريدو او د چين د اقتصادي ودې له امله نړۍ کې د اوږدو ستونزو يو دايمي حل راوباسي او ټول هغه عوامل له منځه يوسي، چې ستونزو او لانجو ته لمن وهي.
د نړيوالې ټولنې، بلکې د ګرد انسيت بدبختي دا وه، چې د نړۍ د مظلومو ولسونو غږ چا وا نه وريده.

له هغې وروسته د نړۍ بل زبرځواک امريکا د نړۍ پر مظلومو ولسونو يو ځل بيا ظلمونه پيل کړل او تر اوسه دوام لري او له همدې امله يې ګردې نړۍ په ځانګړۍ توګه اسلامي هېوادونو کې خپل حيثيت ته سخت زيان واړاو.

بايد وويل شي، چې پروفيسر هنګ ټينګټن ياد نړيوال چاپيريال له يو مخې بيخي رد کړ او نړۍ کې يې د تمدنونو د ټکر نظريه وړاندې کړه«او په دې کې هم شک دی، چې دا نظريه د ده خپله ده او کنه» او په داسې حال کې يې يو نړيوال واحد فکر ته زيان واړاو، چې پر افغانستان د شوروي يرغل پر ضد ګرده اسلامي نړۍ له امريکا سره ولاړه وه او د همدې اسلامي هېوادونو په مرسته افغانستان کې شوروي اتحاد ماتې وخوړه.

دغه مهال ځينو مسلمانو ګوندونو پر امريکا او لويديزو هېوادونو تورونه ولګول، چې د فلسطين په مسئله کې د اسراييلو پلوي کوي، مګر اسلامي هېوادونو د يو دولت په صورت داسې کوم تور نه دی لګولی، بلکې د نړۍ د امنيت په موخه ګردو اسلامي هېوادونو امريکا سره هر ډول مرستې کړي دي.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هيڅ اسلامي هېواد د امريکا پر ضد د سختي دريځي پلوي نه ده کړې او دغه مهال د نړيوالې ټولنې له خوا پر اسلامي نړۍ د يرغل تياری روان و او لويديځ په نړيوالو کشالو کې د اسلامي هېوادونو له مرستې او همکارۍ سترګې پټې کړې او د اسلامي هېوادونو يو شمېر اصولي ډلې يې په نښه کړې او نړۍ کې يې دا پروپاګند پیل کړ، چې اسلامي نړۍ کې سخت دريځي سر راپورته کوي.

د شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته امريکا د اسلامي هېوادونو جهادي ډلې او د صدام او قذافي په څېر ديکتاتو رژيمونه په ډېره اسانۍ له منځه وړی شول، مګر امريکا له مخکې د يو شمولي يرغل په پلان کار کاو او غوښتل يې، چې اسلامي نړۍ کې يوه بله لوبه روانه کړي، د سخت دريځي په نوم يې ګرده اسلامي نړۍ بدنامه کړه او د اسلامي هېوادونو له هغو کوښښونو يې سترګې پټې کړې، چې نړيوال امنيت لپاره يې کړي وو.

د تمدنونو ټکر اصل کې يو څېړنيز ژورنال «فارن افيرز» کې د يو پرفيسر ځانګړی او شخصي نظر و او لويديزو رسنيو د دغې نظريې تشريح او تاييد ته مټې راونغښتې او په نورو وختونو کې ميډيا دغسې څېړنيزو موضوعاتو ته دومره توجه نه کوي.
۲۰۰۴م کال کې چې ډنمارک او ناروې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکوونکي کارټونونه خپاره کړل او د اسلامي نړۍ د زغم امتحان يې غوښته او د مسلمانانو غبرګونونه يې راوپارول او له هغې وروسته نورو اروپايي هېوادونو هم د ډنمارک او ناروې په تقليد دغه کارټونونه خپاره کړل او لويديځ په لوی لاس د يو نوي دښمن د پيدا کولو په لټه کې و.

دا لړۍ همداسې روانه وه، چې د فلوريډا ايالت يو پوپ د قرانکريم د سوځولو اعلان وکړ او د امريکا اکثريت ولس د دغه پوپ دا کړنه وغندله، مګر هيچا هم دغه پوپ او کارټون خپروونکي تروريستان ونه بلل، چې د اسلامي نړۍ او لويديځ تر منځ د دښمنۍ پيدا کولو لامل شول.

د يادونې وړ ده، چې تقريبا ګردو لويديزو هېوادونو کې د مذاهبو پر ضد کرکه خپروونکې نقد او سپکاوی، چې د مذهب د پلويانو غبرګونونه راپاروي، له قانونه مخالفت بلل کيږي.

د دغو کارټونونو د خپرېدو له امله د نړۍ امنيت ته ستر ګواښونه متوجه شول او هيڅ لويديز هېواد دغه مجرمين د خپلو قوانينو له مخې محاکمه نه کړل او سربېره پر دې يې لا د دغو کسانو ملاتړ وکړ او له هغې وړاندې ۲۰۰۳م کال کې، چې د ملګرو ملتونو عمومي څېړونکي د عراق په اړه خپل راپور کې وويل، چې عراق کې د ټولوژنې وسله نه شته او د امريکا پخوانۍ ولسمشر جورج بوش د ملګرو ملتونو د پخوانۍ مشر کوفي عنان غوښتنه وغورځوله او پر عراق يې بريد وکړ.

د بوش د دوهم ځل واکمنۍ په پای کې نوموړي اعلان وکړ، چې پر عراق د امريکا يرغل يوه تېروتنه وه او دا بريد د ناسمو معلوماتو له مخې شوی و. دا ټولې خبرې څه معنا لري؟

ايا داسې کړنې د تمدنونو تر منځ د ټکر پيدا کولو قصدي کوښښ نه دی؟
په تېرو لنډو ورځو کې د فرانسې په مجله کې يو ځل بيا د رسول اللهﷺ په شان کې سپکوونکي کارټونونه خپرول په څه معنا دي؟

د دغو سپکوونکو کارټونو په غبرګون کې، چې بريدونه وشول او د پوليسو په ګډون د مجلې مسؤولين يې ووژل، ګردې اسلامي نړۍ دغه بريدونه وغندل، نو ايا د دې معنا دا ده، چې لويديځ دولتونه دې د دغسې سپکوونکو کارټونونو ملاتړ کوي او له هغې وروسته، چې د چارلي ابدو مجلې مليونونه نسخې خپريږي، ايا دا د تمدنونو تر منځ د ټکر هڅه نه ده؟

دا خبره بايد د ملګرو تر پرېکړې محدوده نه شي، چې ملګري ملتونه د بيان ازادۍ په نوم د سپکوونکو ويناوو او ليکنو په مخنيوی کې قراردار تصويب کړي.

په خپله يو عيسايي پوپ د دغه سپکوونکي کارټون خپرول غندلي او ګرده اسلامي نړۍ کې په دې اړه مظاهرې او غبرګونونه روان دي.

ترکيه، سعودي عربستان، مصر، ايران، پاکستان او ګرد اسلامي هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو يوه غونډه راوبولي او د سپيڅلو هستيو د سپکوونې د مخنيوي لپاره يوه پرېکړه وکړي او د مذهبونو سپکاوی بايد تروريزم وبلل شي او د لويديزو هېوادونو امن خوښوونکي ولسونه بايد په دې پوه کړای شي، چې حکومتونه يې په لوی لاس نړۍ کې د تمدونونو د ټکر او دښمنۍ پيدا کولو په لټه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x