په جلا جلا پيښو کې ۴ تنه بهرني عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو له خوا په جلا جلا خبرپاڼو کي راغلي چي نن د افغانستان په جلا جلا برخو کې د بهرنیو ۴ تنه ساتونکي ووژل شول.
د یوې خبرپاڼي پر اساس ویل شوي چي نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې د یوې غیر جنګي پيښي له امله د ایساف ۳ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پيښي په اړه نور تفصیل نه دی ورکړه شوی، خو ایساف په ترافیکي پيښو کې،
او همداسي د عسکرو له خوا انتحاري عمل ته غیر جنګي پيښه وايي..
په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي نن د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودنې له کبله د ایساف یو سرتیری ووژل شو.
په دغه اعلان سره بهرنیو ځواکونو ومنل چي ددوی ۵۴ عسکر د جولايي په روانه میاشت کې چي نن يې اخیري ورځ ده، ووژل شول.
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو له خوا په جلا جلا خبرپاڼو کي راغلي چي نن د افغانستان په جلا جلا برخو کې د بهرنیو ۴ تنه ساتونکي ووژل شول.
د یوې خبرپاڼي پر اساس ویل شوي چي نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې د یوې غیر جنګي پيښي له امله د ایساف ۳ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پيښي په اړه نور تفصیل نه دی ورکړه شوی، خو ایساف په ترافیکي پيښو کې، او همداسي د عسکرو له خوا انتحاري عمل ته غیر جنګي پيښه وايي..