افغانستان

د فاریاب په قیصار کې ۱۷ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې ۱۷ عسکر وژلي او ۲۷ نور يې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې دوی له تېرو دوو ورځو راهیسې د قیصار ولسوالي په نهرین سیمه کې عملیات پیل کړي او په تازه نښتو کې يې اوولس عسکر وژلي او اوه ویشت نور يې مرګوني ټپیان کړي.

قاري یوسف وړاندې وايي، چې جګړه لا هم په تندۍ سره روانه ده او په خبره يې دښمن يې د تېښتې په حال کې دی.

د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې د عسکرو درې ټانګونه تخریب شوي دي او اوه تنه طالبان سرسري ټپيان شوي دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ طالبانو دولتي عسکر له سیمې شاتګ ته اړ کړي چې بشپړ جزییات به يې وروسته خپاره شي.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی په قیصار کې د دوو ازبکستاني جنګیالیو په ګډون څوارلس طالبان وژلي دي.

ياده دې وي د هېواد په شمال کې د طالبانو ژمنیو فعالیتونو ګډ حکومت خورا پېچلی سرخوږی پیدا کړی دی.

له بله اړخه ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اردو ۵ عسکر وژل شوي دی.

دفاع وزارت ددغو کسانو چې چېرته وژل شوي، په اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت همدا راز ادعا کړې چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې يې په هلمند، کندهار، لغمان، کندز، فاریاب او ارزګان کې تصفیوي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۴۴ طالبان وژلي، ۵۲ يې ټپیان کړي او ۷ مشکوک کسان یې نیولي.

د خبرپاڼې له مخې دولتي عسکرو همدا راز د مهماتو یو ډیپو له منځه وړې او ۱۱۸ ماینونه یې کشف او خنثا کړي دي.

طالبانو تر دې مهاله د دفاع وزارت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د دفاع وزارت دغه ډول ادعاوې په کلکه رد کړې دي او دا يې د دولت له لوري خپلو عسکرو ته «کاذبانه ډاډ» بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x