ټکنالوژي

اپل ساعتونه د اپریل په میاشت کاروونکو ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): تیره ورځ د اپل کمپنۍ په رسمي توګه اعلان کړه چې خپل نوي ساعتونه به دوه میاشتې وروسته کاروونکو ته وړاندې کړي.

د اپل کمپنۍ مشر کوک تیره ورځ رسنیو ته د دغې کمپنۍ مالي ګټو په اړه د معلومات ورکولو پر مهال وویل چې د دغې کمپنۍ نوي ساعتونه به د اپریل په میاشت کاروونکو ته وړاندې شي.

د اپل کمپنۍ مشر په دې اړه وویل:« اپل کمپنۍ د دغو ساعتونو جوړول د مخکې طرحه شوې پلان او ډیزاین مطابق جریان لري او هیله لرو چې د پلان مطابق د اپریل په میاشت کاروونکو ته وړاندې شي.»

نوموړی همدا راز وویل:« پنځونې او ډیزاین برخې کارکوونکي هڅه کوي ترڅو له دې ساعتونو سره داسې پروګرامونه هم وړاندې کړي چې وکولی شي د کاروونکو توجه ځانته جلب کړي.»

اپل کمپنۍ مشر کوک وویل چې دغو ساعتونو لپاره نوي لیکل شوي پروګرامونه او سافټ وییرې ډیر حیرانوونکي دي کوم چې کولی شي د بې شمیره کاروونکو توجه ځانته جلب کړي.

اپل کمپنۍ مشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا دغه کمپنۍ دا توان نه لري چې د ساعتونو په برخه کې خلکو ته نوی او مختلف ډیزاینونه او ټکنالوژي وړاندې کړي.

هیره دې نه وي چې اپل کمپنۍ د سټیف جاب تر مشری لاندې نړیوال شهرت حاصل کړ چې د هغه له مړینې وروسته دغه کمپنۍ خپل کاروونکو اړتیاوې نه شي پوره کولی چې له همدې امله يي ډیر شمیر کاروونکي له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x