افغانستان

غزني: د طالبانو په برید کې د اکمالاتي کاروان لس تنه ساتونکي ووژل شول

privete_security_gaurdsنن ټکی آسیا: طالبانو په یوه برید کې د اکمالاتي کاروان لس تنه ساتونکي ووژل شول.

د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ ناوخته طالبانو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د لړمه په سیمه کې د کندهار- کابل پر لویه لاره برید وکړ، چي په ترڅ کې د یادي ولسوالۍ ولسوال صاحب خان په وینا لس تنه ساتونکي ووژل شول.

ولسوال زیاته کړه چي په برید کوونکو کي هم ۳ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید په اړه وویل چي طالبانو په یاده سیمه کې د بهرنیو قواوو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ، چی په ترڅ کې ۸ تنه ساتونکي ووژل شول، او ۱۲ نور ټپيان شول.

نومړي وویل چي په برید کې یوه سراچه او بل کرولا ډول موټر هم دوی نیولی، او هم يې ۷ میله سپکه او درنده وسله د غنیمت په توګه نیولې.

هغه زیاته کړه چي یو تن طالب مړ او ۲ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x