fbpx

ویسټ انډیز نړیوال جام کې د ناراین پر ځای مېلر لوبوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): ویسټ انډیز لوبډلې اعلان کړی چې په نړیوال جام کې به د سنیل ناراین پر ځای نیکیټا مېلر لوبوي.

سنیل ناراین د ویسټ انډیز یو تکړه او پیژندل شوی توپ اچونکی و چې د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا يي د توپ اچونې طریقه ناسمه وبلل شوه او له بندیز سره مخ شو.

ویسټ انډیز بیا هم خپل ۱۵ کسیزه لوبډله کې سنیل ناراین هم انتخاب کړی و چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ له دې وروستۍ پریکړې داسې معلومیږي چې نوموړی نه دی توانیدلی خپل د توپ اچونې طریقه بدله کړي.

نیکیټا مېلر چې ۳۲ کاله عمر لري د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره يي ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي چې دغه لوبو کې يي د ویسټ انډیز لپاره ۴۰ ویکټې هم اخیستي.

راتلونکی نړیوال جام کې به ویسټ انډیز خپل لومړنۍ لوبه کې د ایرلینډ له لوبډلې سره مخ کیږي. دغه لوبه به د فبروري په ۱۶مه د نیلسن ښار کې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د