افغانستان

تازه خبر: دهلمند دامنیه قومندانۍ مخ ته سرښندونکی برید وشو

LashkarGahله هلمند نه ته تازه ترلاسه شویو راپورونو کې راغلي نن سهار اته نیمې بجې شاوخوا دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې دامنیه قومندانۍ مخ ته دیوه موټرپه توسط سرښندونکی برید ترسره شو،راپور زیاتوي په په بریدکې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره یې دم ګړي نه ده په ډاګه شوې .

دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدي دپیښې پړه منلي ،نوموړي رسنیو ته ویلي ددوي یو تن فدايی مجاهد دصرف ډوله موټر په توسط دامنیه قومندانۍ مخ ته دامنیه قومندان (حکیم انګار) په موټرو سرښندونکي برید ترسره کړ، دنوموړي په پیښه کې دمرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړي.

افغاني قواو ته دلښکرګاه ښار دامنیت سپارلو راوروسته دا لومړي خونړۍ پیښه ده چې پکې افغاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

{youtube}uGg9xW_PSd8{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

قاریوسفه دگران افغانستان په ودانه ولو لاس پوری کری دخدای پخاتر وطن مه خراب کوئ دنیا چه کوی اوتا سی چه کوئ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x