افغانستان

د پکتیکا امنیتی چارواکي پاکستان ته د شنو ونو قاچاق کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت د ګیان او زېړوک ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالیو کې مېشت امنیتی مسوولین د ځنګلونو شنې ونې وهي او په سون سربېره يې په پاکستاني ځواکونو پلوري.

د ګیان ولسوالي یو تن قومي مشر حاجي محمد ایوب وايي چې د دوی په سیمه کې مېشت امنیتي مسوولین د غرونو ونې وهي، ځينې يې سوځي او پاتې پولې ته څېرمه په پاکستاني عسکرو پلوري، د هغه په خبره تر اوسه پورې شاوخواو اته سوه لارۍ لرګي د دوی له سیمو وړل شوي دي چې ټولې يې شنې ونې وي.

په ورته توګه د زېړوک ولسوالي اوسېدونکي شکایت کوي چې په سېمه کې مېشت د پوستو عسکر او د ولسوالي امنیتي مسوولین په رڼا ورځ په ځنګلونو شنې ونې وهي، چې ځينې پخپلو پوستو کې سوځي او تر اړتیا زیات يې په لاریو کې باروي چې ډېری يې پاکستان ته وړل کېږي.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت د هغو ولسوالیو اوسېدونکو چې اربکیان پکې مېشت دي، ورته شکایتونه کړي و او ویلي يې و، چې اربکیان د سون توکي له شنو ځنګلونو پوره کوي او دولتي مسوولين يې پر وړاندې چوپه خوله دي.

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي بیا دا دعوې نه مني او وايي چې امنیتی مسوولینو تر اوسه ورته څه نه دي کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی اوس هم یو موټر په سرې میدان کې درولی خو د پوستو عسکر يې نه پرېږدي چې موټر ته ورنږدې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x