افغانستان

د سبا څخه به د افغانستان په ګډون په عربي او اسلامي هیوادو کي د روژې د مبارکي میاشتي لومړی ورځ وي

نن ټکی آسیا: د شعبان د میاشتي د ۳۰ ورځو په پوره کیدو سره به د صبا (دوشنبه) څخه په سعودي عربستان، متحده عرب امارات او نورو عربي هیوادو کې د روژې مبارکي میاشتي لومړی ورځ وي.

د سعودي د میاشتي د لیدلو پلاوی تیره ورځ د روژې د میاشتي د لیدلو هڅه وکړه، خو میاشت ونه لیدل سول، چي له دې امله نن ورځ به د شعبان د میاشتي اخیرنی ورځ وي،

او سر له صبا څخه به د روژې میاشتي لومړی ورځ وي، ځکه چي د شعبان ۳۰ ورځي پوره سولې.

تیره شپه ناوخته د افغانستان ستري محکمې هم اعلان وکړ، چي روژه به د دوشنبې د ورځي څخه پیل کیږي.

د ستري محکمې د دار الافتاء رئیس مولوی صدیق الله مسلم پرون شپه اعلان وکړ چي د رمضان میاشت ونه لیدل شول.

هغه وویل چي د سبا (یکشنبه) د شعبان ۳۰ ورځي پوره کیږي ځکه نو دوشنبه د روژې د میاشتي لومړی ورځ ده.

بلخوا د پاکستان رؤیة هلال کمیټي اعلان کړی چي نن به په کراچي کې ددغه کميټې غونډه جوړیږي، او د روژې د میاشتي د لیدلو هڅه به کیږي، او همداسي د ټول هیواد په کچه به د روژې د لیدلو په اړه شهادتونه اخیستل کیږي، او دا فیصله به کیږي چي سبا ورځ به د روژې وي او کنه، ځکه چي په پاکستان کي نن دشعبان د میاشتي ۲۸ نیټه ده، که سبا روژه سي، نو د شعبان میاشت به په پاکستان کي ۲۸ ورځي وي، او که روژه نه سي، نو کیدای سي، د سې شنبې په ورځ روژه سي، او یا دا امکان هم سته چي د چهار شنبې په ورځ د روژې لومړی ورځ سي.

که په پاکستان کي د روژې لومړی ورځ چهار شنبه سوله، نو د نورو هیوادو سره به د پاکستان د روژې دوه ورځي فرق وکړي، او که پاکستان په سه شنبه روژه کړې نو دا فرق به یوه ورځ سي، خو د پاکستان شعبان به بیا ۲۹ ورځي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x