هرات کې اربکی قومندان له خپل زوی سره د ماین ښکار شو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالي کې اربکی قومندان او د هغه زوی د خښ کړل شوي ماین ښکار شول.

د هرات امنیتي مسوولین وايي چې قومندان اقاحلیم وايي له خپل زوی سره نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه په خښ کړل شوي ماین برابر شول.

د پښتون زرغون ولسوالي امنیه قومندان نعمت الله وايي چې قومندان اقاحلیم له خپل زوی سره په بوریا باف سیمه کې د تګ په حال کې و، چې موټر يې ماین ته برابر شو.

د پښتون زرغون د ولسوال په وینا په پېښه کې دوه تنه عام وګړي هم ټپیان شوي دي او اربکی قومندان له خپل زوی سره ځای پر ځای وژل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې طالبانو پرلپسې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د اربکیانو قومندانان په نښه کړي دي.

تر دې وړاندې په د غزني په مقر کې قومندان فیضول، په ګیلان کې قومندان عنایت الله، د لوګر په مرکز کې قومندان سبزعلي او په خروار کې قومندان خلیل د طالبانو له لوري پرلپسې ووژل شول.

تېره ورځ هم د اربکیانو په لومړنۍ سیمه د غزني په اندړو کې  یوولس اربکیان ووژل شول، چې سیمه ییزو چارواکو پرې ژوره خواشيني څرګنده کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د