ټولنیزه برخه

غوره ویناوې – فاتح کاروان

راټولوونکی: فاتح کاروان

۱: ډیره هوښیارتیا په اصل کې بدګوماني ده.

۲: انسان د ټولو نه لوي دښمن د هغه ګیډه ده.

۳: پرهیزګارۍ نه بل لوی عزت نشته.

۴: معافي کول په دښمن باندې فتحه حاصلول دي.

۵: د الله جل جلاله نه ویره کوه چې له نورو خلکو نه دی ویره ورکه شي.

۶: ته د مشرانو عزت وکړه نو کشران به ستا عزت وکړي.

۷: مرګ یو بې خبره (ناڅاپي) ملګرې دی.

۸: چاته سپک کتل نه دي پکار.

۹: څومره چې غیرت وي نو دومره به پاکدامني وي.

۱۰: د چغلخور نه مشوره مه اخله.

۱۱: د کار شروع کولو نه مخکې د هغه په انجام باندې فکر کوه، که چيرې ما داسې کړی وای نو به په جنت کې اوسیدم.

۱۲: د زمانې له ګردش نه مه تنګیږه، که صبر تریخ دی میوه یې خوږه ده.

۱۳: د الله جل جلاله نه ویره د عقل بنیاد دی.

۱۴: کوم انسان چې ته ذلیل وګڼلې، که چیرې ستاسره عقل وي نو بیشکه هغه تاته فایده ورسوله.

۱۵: بیکاره هغه زړه دی چې په هغه کې درد نه وي.

۱۶: بیکاره هغه انسان دی چې په هغه کې ضمیر نه وي.

۱۷: بیکاره هغه ژبه ده چې په هغې کې خوږوالې نه وي.

۱۸: بیکاره هغه ذهن دی چې په هغې کې سوچ نه وي.

۱۹:کله چې عقل کامل شي نو خبرې کمې شي.

۲۰: د مشر سړي رایه د ځوان د قوت او زور نه ډیره غوره ده.

((حضرت علي کرم الله وجهه))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x