نظــر

د نبوي حریم په ننګیالیو د چرسي ځواکونو ډزې

زخمي افغان

د کابل د نهمې حوزې مربوط د تره خیلو په سیمه کې د عین او غین د رژیم چرسي ځواکونو یوځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو عاشقانو د خپلو امریکایي ټوپکو ججوري تش کړل چې همدا نن شنبه د فرانسوي مجلې د توهین آمیزو کارتونونو د چاپ په اعتراض کې سرک ته راوتلي وو.

لومړني راپورونه وایي چې په دې دردوونکي پیښه کې دوه تنه مظاهره چیان شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي، د مظاهرې په اړه ویل کیږي چې د کابل ښار د دینپالو ځوانانو لخوا ترتیب شوې وه او د تیر په څیر یي د فرانسوي سفارت د تړلو غوښتنه کوله، مګر کله چې د کابل په ختیځ کې د قابلبای سیمې ته ورسیدل، د حکومت چرسي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او څو تنه د الله اکبر شعار په خوله زلمیان یي د شهادت په وینو ورنګول.

د نبوي حریم په ننګیالیو د حکومتي عسکرو لخوا په داسې مهال ډزې کیږي،چې ددموکراسۍ او ډمتوب پلویان هره ورځ د مدني فعالانو په نوم د کابل په لراوبر کې مظاهرې راباسي،به عامه واټونو مارشونه کوي، د واټ د غاړې کنسرتونه اجراء کوي او نور تبلیغاتي فعالیتونه ترسره کوي، خو دا چې شعار یي داسلام په ځای دکفر او نفاق په ګټه وي، نه یي څوک مخه نیسي، نه ورباندې پولیس ډزې کوي بلکې امنیتي لنډغرو یي امنیت هم نیولی وي.

خو په عین حال کې چې څوک د هود خیلو او تره خیلو د مظاهره چیانو غوندې د اسلام ددفاع لپاره غږ پورته کړي ، نو بیا په مرګ محکوم بلل کیږي او عامه رسنۍ یې هم احتجاج کوونکي نه بلکې ګډوډي جوړونکي بولي.

د کابل امنیه قومندان چې هره ورځ د دموکراسۍ او بي بندوبارۍ دوحشي فعالانو د لاریونونو امنیت ساتي، کله چې د تره خیلو د پیښې په اړه ترې وپوښتل شول چې ولې په بې دفاع مظاهره کوونکو ډزې شوي دي؟ نوموړي په ډیره سپین سترګۍ وویل چې دغه خلک مظاهره کوونکي نه بلکې اوباشان و او له اوباشانو سره باید همداسې چلند وشي.

هوکې ، همدا د غربي دموکراسي منطق او همدایې وروستی ځواب دی، دوی همیشه دموکراسي، دبیان ازادي او د احتجاج او اعتصاب حق یوازې د ځان لپاره خوندي بولي، که څوک د چاري ایبدو مجلې سره د خواخوږۍ لپاره مظاهره کوي او د اسلام په خاوره کې شعار پورته کوي چې: زه چارلي ایبدو ی. هیڅ پروا نه کوي او هر ځای او هروخت د مظاهرې حق لري، خو که څوک د خپلو مقدساتو څخه ددفاع لپاره مظاهره وکړي، نو دهغوی لپاره د مظاهرې حق ددموکراسۍ په قانون کې نشته نوځکه باید د تره خیلو د مظاهره کوونکو غوندې په مرمیو غلبیل شي.

د کابل امنیه قومندان ته به ووایو چې جنابه ! اوباشان د قران او نبوت ننګیالي نه دي ، بلکې ستا هغه لنډه غر مدني فعالان دي، چې د کفر او اسلام درک یي نه لګیږي، ځان د بیزو له نسله بولي او دازادۍ په نامه په هر حیوانیت او پستۍ باور لري.

د تره خیلو پیښې هغو کسانو ته چې غواړي ددموکراسۍ له مزایاوو د اسلام پالنې لپاره ګټه واخلي ښه وضاحت وړاندې کړ او ورته څرګنده یي کړه چې ددوی د اسلامپالو حرکاتو په وړاندې د دموکراسۍ ججورۍ څومره تنګ او بې حوصلې دی.

په تره خیلو کې د نبوي حریم په ساتونکو د چرسي ځواکونو بي رحمانه حملې وښوده چې د ملي امنیتي ځواکونو په نوم روزل شوي ټوپکیان که څه هم په نسب او نژاد افغانان دي، خو فکر او کردار یي کټ مټ دغربي اسلام دښمنو دی.

دوی هم کټ مټ د برتانوي استعمار د بریټش انډین فورسز غوندې داستعمارګرو لپاره رول لوبوي او له مسلمانانو سره کټ مټ هغسې دښمني پالي لکه غربیان یي چې په خپله پالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ميرويس

دا ډيره خواشنونکي او وحشتناکه عمل تر سره سوي دي چي په داسي مومنو کسانو ډزي شوي دي۔ الله ج دي د دوي شهادت قبول کړي او د غربيانو د ګوډاګيانو د مخ توري سبب کړي۔ دوي ځکه داسي وحشي کارونه تر سره کوي چي دوي د عيسويانو او يهوديانو غلامان نه بلکه د شيطان د بندګانو يعني بش،اوباما او نورو غلامان دي۔ د مدني ټولنه او هنرهاي زيبا تر غولونکو نومونو لاندي په اصل کي دوي د شيطان عبادت کوي ځکه موسيقي د شيطان د خوشحاله کولو ذريعه ده۔ نو ځکه دوي د دا سي خلګو د مظاهري پلوي… نور لوستل »

محمودالغزنوی

دمزدورانوداعمل په کلکه غندم،،أوعاملین دی ألله ج-تباکړی،مرګ برمزدوران أمریکا

مسلم

هلکه د ملی اردو ځواکونه کافر دي چرسیان دومره خبره نده. د ملي اردو کافر ځواکونو د نبوی حریم په ننګياليو ډزې وکړې. تاسو اصطلاحات سم استعمالوئ. مننه.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x