افغانستان

کابل: حکومت دکابل دامنیتي کمربند مسئول له طالبانو سره داړیکو په تورونیوی

Afghan_soldier_offer_prayer(نن ټکی سیا جولای ۲۰۱۱۳۱)کابل: دافغانستان دڅارګري اداري چارواکو خبرورکړی دي چي لوړرتبه فوځي افسریی له وسلوالو طالبانو سره داړیکو په تورنیولی دی، نوموړي زیاته وی چي دګل محمد په نامه سره یو فوځي افسر چي له طالبانو سره وکابل ښارته دسرښندونکو جنګیالیو په داخلولو اوهغو ته مهمو هدفونوپه ورکولو کی مرسته کوله تیره ورځ ونیول شو.

خبرزیاته وي چي ګل محمد دکابل ښاردامنیتي کمربند دځینو ډیرومهمو اوارزښناکو امنیتي پوستو اودتلاشي دځنځیرونو مسئولیت په غاړه درلود، حکومتي چارواکي وایی له ګل محمد سره طالب جنګیالیو دهمکاري په بدل کي دمالي مرستي ژمنه کړی وه.

په داسي وخت کی چي افغانۍ ځواکونه له نړیوالو ځواکونو څخه دافغانستان دمختلفو سیمو اوښارونو دامنیت چاري تسلموي، اوله بله لوری دلوړ رتبه افغاني افسرانو اړیکي له طالبانو سره کشفیږي، افغاني اداره له سختي اندیښني سره مخ کړی ده، په ماضي کي داسي ډیري پیښي رامنځ ته شوی دي چي له نړیوالوځواکونو سره کارکونکو افغاني عسکرو او چارواکو پرهغو نړیوالو عسکرو چی یابه ورسره یوځای پاته کیدل اویابه هم دوسلوالو طالبانو په مقابل کی په جنګ کی سره یوځای ول ډزي کړی دي، اوڅو ځلي دافغاني عسکرو او افسرانو له لوری بهرني عسکروژل شوی هم دي.

که څه هم طالبانو په څو ځلی دهغوبریدکونکو افغاني عسکروپه اړه ویلي چی زمونږله لوری په افغاني ځواکونو کی دبهرنیو یرغلګرو دوژلو لپاره داخل شوی ول، تراوسه پوري پوره څرګنده نده چي دغه بریدکونکي رښتیاهم دطالبانو له لوري داخل شوی دي اوکه یی دشخصي جذباتو پربناء پربهرنیانو باندی ډزي کړی او وژلی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x