Takaniii21212

د ټاکنیز نظام د سمون په پلمه ګډ کمیسیون جوړېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرايوي ریاست وايي چې دوی د واک د وېش په هوکړه لیک کې دا ژمنه کړې وه چې په ټاکنیز جوړښت کې به سمون راولي.

د ګډ حکومت د ویاند مرستیال جاويد فیصل وايي چې دوی به د ولسي جرګې د رڼو او سمو ټاکنو د ترسره کېدو په خاطر په ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو په قانون کې سمون راولي.

تر دې وړاندې مدني فعالانو او ګڼو سیاسي کارپوهانو د ټاکنو دواړه کمیسیونونه خپلواک نه بلل او په هغوی کې يې د سمون لپاره په ګډ حکومت غږ کړی و.

جاويد فیصل رسنیو ته ویلي چې دوی به د ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو د قانون د سمون لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړي، چې د ملي شوار غړي، د ټاکنیزو کمیسیونونو ځينې غړي او څارونکي به پکې غړیتوب لري.

خو له دې سره جوخت د اجرايوي ریاست د ویاند بل مرستیال اصف اشنا بیا وايي چې ښايي د دې پرېکړې په اړه جمهوري ریاست او اجرایوي ریاست یوه خوله نه وي، خو په خبره يې د دې چارو لپاره به کمیسیون خامخا جوړېږي.

ګډ حکومت په داسې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو د قانون اړوند د سمون څرګندونې کوي چې حقوقي کارپوهان د دوی دغه ډول اقدام سم نه بولي.

د حقوقي کارپوهانو له خولې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې کارکوونکي د قانون له مخې پنځه کاله د دندې حق لري او په خبره يې تر هغو يې څوک له دندو ګوښه کولای نه شي، چې تر څو پرې د هېواد درې ګونو محکمو د جرم د اثبات حکم نه وي کړی.

په ورته وخت کې قانون پوهان وايي چې ملي شورا پخپل وروستي کاري دور کې له قانوني اړخه د قانون سمونې حق نه لري.

ګډ حکومت چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر جان کېرې په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې تاسیس شو، د خپل هوکړه لیک له مخې د ټاکنیز سیستم د سمون لپاره هڅې کوي.

عام ولس د ټاکنو اړوند لېوالتیا نه لري او ډېری يې پر دې اند دي چې رايې هيڅ ارزښت نه لري، د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حاجي عبدالروف نن ټکی اسیا ته وویل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يې په سختو شرایطو کې رایه ورکړه خو هیڅ ارزښت يې نه درلود.

حاجي عبدالروف وايي چې دغه نظام د امریکا په خوښه دی او هرڅه به د هغوی په خوښه ترسره کېږي، ځکه خو يې په خبره د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.

پر دې سربېره ژمني امنیتي وضعیت ته په کتو ښايي په را روان کال کې د ولسي جرګې ټاکنې یواځې په دولتي ودانیو کې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د