ورزش

نیوزیلینډ پاکستاني لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستان د نیوزیلینډ په وړاندې په ۷ ویکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډي لوبډل مشر وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. پاکستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره نن یو ځل بیا شاهد افریدي ښه وځلید او په ۲۹ توپونو يي ۶۷ منډې جوړې کړې او مصباح الحق هم نننۍ لوبه کې په ۸۷ توپونو کې يي ۵۸ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډي توپ اچووونکي ښه توپ اچونه وکړه او پاکستاني توپ وهونکو ته يي د توپ وهنې اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې ایلیوټ ۳، مېلز، بولټ او انډرسن دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه.

نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۳۹.۳ اورونو کې پوره کړ. دغه لوبه کې ایلیوټ په ۶۸ توپونو ۶۴ منډې او ټېلر په ۸۱ توپونو يي ۵۹ منډې جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د پاکستان لپاره محمد عرفان، بلاول بټي او شاهد افریدي یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x