مجاهد: بشري ادارې دې له بندیانو سره د چارواکو د وحشي چلند مخنیوی وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان دولت هغه اقدام په کلکه غندلی چې د هیواد له مرکزي زندان پلچرخي څخه بندیان په دې نامه باسي چې بل زندان ته یې انتقالوي.

د نوموړي په وینا نن سهار د پلچرخي زندان له بلاکونو څخه ګڼ شمیر بندیان ظاهرا په دې دلیل ایستل شوي چې بګرام ته یې وړي.

ښاغلی مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خپرپاڼه کې ويلي چې یو شمیر بندیان له ولایتي زندانو څخه په همدې موخه راوړل شوي چې له دې ځایه به یې له نورو بندیانو سره بګرام او یا بل کوم سخت زندان ته یوسي.

ښاغلي مجاهد د بګرام زندان د «بدنام زندان» په نامه یاد کړی او له پلچرخي څخه یې هلته د بندیانو انتقال د بندیانو له حقوقو څخه ښکاره سرغړونه بللې او دغه عمل یې د بندیانو له کورنیو سره ستر ظلم ګنلی.

نوموړي په نړیوالو بشري ادارو غږ کړی د دولت د دغه اقدام مخه ونیسي او پرینږدي چې د بندیانو حقوق تر پښو لاندې شي.
ښاغلي مجاهد ویلي:

«د ژمي په سخته يخني کي داسي زندانونو ته د بنديانو انتقالول چي هلته شرايط نور هم خراب او ناوړه وي د بنديانو له حقوقو ښکاره سرغړونه او ددوي له بېوزله او غريبو کورنيو سره ستر ظلم دی، موږ له مظلومو بنديانو سره د کابل رژيم دغه ډول ظالمانه چلند په کلکه محکموو او پر ټولو نړيوالو بشري ادارو او ازادو بنسټونو ږغ کوو تر څو له بنديانو سره د کابل رژيم ددغه ډول ظالمانه او وحشي چلند مخنیوی وکړي او پرېنږدي چي بنديان او ددوي مظلومې کورنۍ د حبس او یوازيتوب پر تکلیف سربېره په نورو طريقو هم وځوروي او نړيوال منل شوي حقوق يې تر پښو لاندي شي.»

بګرام ته د انتقالیدونکو بندیانو په ډله کې هغه بندیان هم شامل دي چې په ولایتي زندانونو کې یې د بند موده پوره وه خو بیا هم له ولایاتو څخه پلچرخي زندان ته وړل شوي دي.

وړاندې د غزني ولایت په مرکزي محبس کې د اوو تنو بندیانو کورنیو نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د دوی خپلوان چې د غزني ولایت په مرکزي زندان کې بندیان وه، له غزني څخه کابل ته انتقال شوي.

د بندیانو کورنیو نن ټکی اسیا ته څرګنده کړې وه چې د بندیانو د بند موده لا پخوا پوره شوې او د غزني ولایت امنیتي چارواکو ورسره د خوشې کیدو ژمنه هم کړې وه، خو نه یوازې دا چې خوشې یې نه کړل، پلچرخي زندان ته یې انتقال کړل.

که څه هم له پلچرخي زندان څخه ایستل کیدونکو سلګونو سیاسي بندیانو ته ویل کیږي چې بګرام ته یې انتقالوي، خو تر اوسه په دې اړه کره شواهد نشته چې ایا رښتیا هم دغه بندیان د بګرام زندان ته انتقالیږي او که نه؟

د څرخي پله زندان په ګډون د هیواد په زندانونو کې زیات شمېر کسان داسې شته چې له تېرو ۹ تر ۱۳ کلونو راهیسې بې له محاکمې پراته دي، چې ځینو يې د شکنجو له امله دماغي توازن او آن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ګډ حکومت ولسمشر که څه هم د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د طالبانو د خلاصون وعدې کولې خو واک ته د رسیدو په لومړیو شپو کې يې له بندیانو سره په ناسته کې وویل چې په هيڅ صورت به طالب بندیان او د نشيي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي کسان خوشې نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د