پاکستان سره د سیالۍ لپاره فوټبال لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان فوټبال فدراسیون پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې په خلاف لوبې لپاره د فوټبال (ب) لوبډلې لوبغاړي نومونه اعلان کړ.

د فوټبال فدراسیون په وینا هیله ده چې دغه لوبډله به راتلونکي څو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي چیرته چې دغه لوبډله به د پاکستان ملي لوبډلې په خلاف دوستانه لوبه ترسره کړي.

دغه لوبه به د فبروري په شپږمه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي. تیر کال د اګست میاشتې په ۲۰مه افغانستان د پاکستاني لوبډلې کوربه وه چې دغه لوبه کې افغانستان د پاکستان لوبډلې ته ۳-۰ سره ماتې ورکړه.

دغه لوبډله کې د مختلفو ولایتونو لکه کابل، کندز، هرات، پکتیا، پنجشیر، لغمان، غزني، نورستان، زابل، بلخ، میدان وردک او بغلان څخه لوبغاړي ټاکل شوي.

افغانستان فوټبال (ب) لوبډلې لوبغاړي:

۱- محمد یوسفزئی (کندز)
۲- کاوش حیدري (کابل)
۳- محبوب الله (کندز)
۴- احمد فرشاد (کابل)
۵- فرزاد عطايي (هرات)
۶- محمد افشار (کابل)
۷- مجتبی فیض (کابل)
۸- سید نوید (هرات)
۹- مسعود هاشمي (پنجشیر)
۱۰- ارش هاتفي (لغمان)
۱۱- رمیض نورزی (هرات)
۱۲- فردین حکیمي (پنجشیر)
۱۳- فیصل شایسته (نورستان)
۱۴- معروف محمدي (هرات)
۱۵- محمد احمدي (غزني)
۱۶- محمد رفیع بارکزی (هرات)
۱۷- محمد انور (زابل)
۱۸- مصطفی رضایي (بلخ)
۱۹- سید علي ناصر (میدان وردک)
۲۰- بلال ارزو (کابل)
۲۱- امرالدین شریفي (بغلان)
۲۲- محمد رضا رضایي (غزني)
۲۳- ضیاء الدین شریفي (بغلان)
۲۴- پرویز (بامیان)
۲۵- مصطفی افشار (غزني)
۲۶- پکتیايي لوبغاړی چې نوم يي په صحیح ډول نه لوستل کیږي
۲۷- محمد هاشم (کابل)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د