افغانستان

طالبان: د خوست په سرښندونکي برید کي ۱۳ بهرني عسکر ووژل شول

carries_his_wounded_colleague1نن ټکی آسیا: نن د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې نن یو سرښندونکی برید وشو، چي له کبله يې طالبان د ۱۳ تنو بهرنیو عسکرو د مرګ ادعا کوي، او یو شمېر نور ټپیان اعلان کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي نن د غرمي وروسته د بلال په نامه یو سرښندونکي برید ګر د صبریو ولسوالۍ اړوند د مکتب بازار په سیمه کې د ګډو ځواکونو پر ګزمه برید وکړ،

چي له کبله يې ۱۳ بهرني عسکر مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د نومړي په وینا د برید وروسته سیمي ته د بهرنیو دوې هلیکوپتري د مړو د انتقالولو لپاره راغلې.

د بلي خوا د صبریو ولسوال دولت خان قیومي ویلي چي په برید کې د دریم کنډک د دوهمي ټولی قومندان تورن حمید الله او یو تن ملکي وګړی ووژل شوه، او دوه نور سرتیري او ۲ ملکي وګړي ټپيان شول.

تر اوسه د ایساف له خوا ددې پيښي په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x