ټولنیزه برخه

سياسي تقوا

احمدالله احمدزی

ډاکټر صیب محمد نصير کامه وال زموږ مشر او مهربانه دوست دی تل يې په ليدو خوشحالېږم او د هر ځل ليدو ګټه يې دا وي، چې نوي معلومات او خاطرې شریکوي.

ډاکټر صیب د ارواښاد سيداګل غريبيار وراره دی او د ارواښاد له خولې کيسه کوي، چې ظاهرشاهي کې پښتانه په څو ګوندونو ويشل شوي وو، څوک د خلق او پرچم ګوند ته ورتلل او څوک افغان ملت ته.

يوه ورځ سيدا ګل غريبيار د وخت صدر اعظم ارواښاد موسی شفيق ته ورغی او په سياسي حالاتو يې ورسره خبرې وکړې، نو موسی شفيق خپل کشر دوست غريبيار ته وايي، چې ته خو هم په ګوندونو کې منډې ترړې وهې، خو ګوره پام دي وي، چې ځان کې “سياسي تقوا” پيدا کړې.

ډاکټر صیب کامه وال د خپل تره له خولې کيسه کا، چې له موسی شفيق وروسته د پښتو ادب ستوري مولانا قيام الدين خام ته ورغی، چې هغه مهال د کابل په جاده کې اوسيده او له هغه يې د “سياسي تقوا” تعريف پوښتنه وکړه.

وایي استاد خادم راته ويل، چې دومره ماشوم هلک يې او دومره ژورې پوښتنې کوې، نو غريبيار صیب ورته وويل، چې دا پوښتنه راته صدر اعظم صيب را پيدا کړه او هغه راته د سياسي تقوا سپارښتنه وکړه.

مولانا خادم د غريبيار صیب په ځواب کې وايي، سياسي تقوا دا معنا، چې:
“دروغ به نه وايې، منافقت به نه کوې، غلا به نه کوې، خپل ولس ته به په سپکه سترګه نه ګورې، هيڅ ډول معنوي او مادي خيانت به نه کوې، له معاملو او سوداګرۍ به ځان ساتې. له خپلو ټولو شخصي ګټو به درته ملي ګټې مخکې وي، په سياست بايد پيسې او جايداد ونه ګټې، د سياست موخه دې بايد د ولس خدمت وي او د سياست له امله بايد ستا د ژوند رنګ، خوند او بوی بدل نه شي او تل د خپل ولس په منځ کې د ولس په څېر عادي ژوند وکړې او د خپل عمل له لارې خلکو ته ثابته کړې، چې سالم سياست يعنې څه؟ دې ته سياسي تقوا وايي”.

موږ یا زموږ د دې وخت سیاستوال څومره سیاسي تقوا لري؟

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x