نړۍ

فرانسویانو قرانکریم او دیني کتابونو ته مخه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي رسنۍ وايي چې په چارلي ابدو باندې برید او بیا ددغې مجلې لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکي کارتونونو تر خپرولو وروسته فرانسویانو قرانکریم او اسلامي کتابونو مطالعې ته مخه کړې.

په پاریس کې د انساني او دیني علومو یوه مشهور کتاب پلورنځي لا پروکور ” La procure” یو تن مسوول وايي چې د چارلي ابدو مجلې لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهینوونکي کارتونونو د خپرولو وروسته یې د دیني کتابونو پیرودونکي د پخوا په پرتله خورا زیات شوي دي.

د لاپروکور مسوول تن زیاتوي چې په دې شپو ورځو کې د قران او د اسلام اړوند دیني کتابونو پیرودونکي یې یواځي دینداره او دیني تمایلات لرونکي خلک نه دي بلکي د هر قشر خلک دي او په ځانګړې توګه ډېری یې ځوانان دي چې قران او د اسلام اړوند کتابونه پیري.

د چارلي ابدو تر برید وروسته د زیات شمېر اروپایانو مخه د اسلام مطالعې ته شوې چې د وروستیو راپورونو له مخې د کارتون تر خپورولو وروسته د اسلام په خپریدا کې لا تیزي راغلې ده.

تېره میاشت د / مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د «چارلي ابدو» مجلې پر دفتر برید وکړ چې د مجلې د ایډيټر او ۴ مهمو کارتون رسموونکو په شمول يې د مجلې ۱۲ کارکوونکي او پولیس ووژل او ۱۱ نور يې ټپیان کړل.

دغه برید چې عیني شاهدانو د یوې فلمي صحنې سره تشبیه کړی و، فرانسویان ډير وارخطا کړي وو.

چارلي ابدو مجلې په ۲۰۱۱ز کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړي و چې د نړۍ په لر او بر کې یې توند غبرګونونه پارولي وو او وروستی برید هم د هغو کارتونو د خپرولو غبرګون ښودل شوی و.

دغې مجلې باندې تر برید وروسته یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړ چې د پخوا په نسبت یې د هېواد دننه او د نړۍ په لر و بر کې توند غبرګونونه وپارول.

د کارتون خپرولو نه یواځې دا چې مسلمانان یو ځل بیا دین ته متوجه کړل بلکې زیات شمېر کفار یې هم د اسلام په اړه مطالعې ته مجبور کړل.

زیات شمېر اروپایان چې مسیحي پاپانو او حکومتونو د اسلام له مطالعې لرې ساتلي او اسلام یې یواځې «ترهګرۍ» دین معرفي کړی، د اسلام تر مطالعه کولو وروسته مسلمانیږي.

د مسیحي حکومتونو د ټولو هڅو سربېره اسلام اوسمهال په اروپا کې تر ټولو په تیزۍ خپریدونکی دین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ولا ځه خو وایم دا د فرانسی مسلمانان زمونږ نه ډیر تکړه دی په دین او معنوی مسایلو کی

زمونږ دا په نوم مجاهدین دا د جمعیت اسلامی د ګوند غړی خو بیخی د شیطان په لار روان دی ځه نه پوهیږم چی دوی جهاد کړی او که د امریکا او پاکستان معاشونه یی خوړلی –

ددوی منافقینو له لاسه ډیر په تنګ یو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x