fbpx

په څو کرښو کې لوی مفاهیم- ۱۴

حامد افغان

(1) د الله دین ته دعوت

قرانکریم د لمر په اړه وایي: “وجعل الشمس سراجا”، او لمر یې څراغ ګرځولی دی، او د سپوږمۍ په اړه وایي: “وقمرا منيرا” او سپوږمۍ ځلا کوونکې، او الله جل جلاله خپل نبي ﷺ د لمر او سپوږمۍ په دې دواړو صفتونو سره ستایلی دی: “وداعيا إلى الله بإذنه وسراجا منيرا”، یعني او د الله لور ته د هغه په اجازه بلونکي دی، او ځلانده څراغ دی، نو دا نغوته ترلاسه کولی شو چې د الله دین ته د رابللو او دعوت کار باید شپه ورځ روان ولرلی شي.

(2) د الله یاد

د الله جل جلاله یاد او ذکر تر ټولو لوی او غوره عبادت ده: {ولذكر الله أكبر} [العنكبوت (45) ]، الله جل جلاله مومنانو ته امر کوي چې ډېر یې یادوئ او سهار او ماښام د هغه پاکي بیانوئ او تسبیح وایئ: {يا أيها الذين آمنوا اذكروا الله ذكرا كثيرا * وسبحوه بكرة وأصيلا} [الأحزاب (41، 42) ] .

د الله یاد خورا ستر او اسانه عبادت ده په قرانکریم او نبوي حدیثو کې یې ډېره یادونه شوې ده او ډېر ټینګار پرې شوی ده، په قدسي حدیث کې راغلي الله جل جلاله فرمایي: زه مې له خپل بنده سره یم تر څو چې ما یادوي او زما په یاد شونډي ښوروي. رواه الإمام أحمد.

الله جل جلاله فرمایي: نو تاسو ما یادوئ زه به تاسو یادوم، فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ (البقرة 152)، امام السیوطي رحمه الله وایي: دې ایت ته لیږ ودریږه بیړه مه کوه، که د چا په زړه کې یقین راشي نو هیڅکله به وچې شونډي نه پاته کیږي، یعني الله به یادوي.

(3) زغم او تحمل

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هیڅ مومن دي له مومنې میرمنې سره بُغض او کینه نه کوي، که د هغې له یوه خوی او عادت نه یې بد راځي په هغې کې به بل ښه خوی او عادت هم وي چې د ده به خوښیږي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا يَفرَكْ مؤمن مؤمنة، إن كره منها خُلقًا رضي منها آخر؛ أخرجه مسلم.
په حدیث کې د میړه او ښځې اړیکي مراد دي او سړي ته امر شوی ده چې له خپلې میرمنې سره دي د کوم بد عادت لامله بُغض او کینه نه کوي ځکه د هغې د نورو ښو خویونو او عادتونو له پاره دي د هغې کمزوري وزغمي. انسان خامخا کمزوري لري او داسې انسان نشته چې هغه کمزوري نه لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره عامه هم مراد کیدلی شي او دا لکه یو اصل او قاعده داسې ده، که په هر چا کې کومه کمزوري ووینو نو د هغه د نورو ښو خویونو او غوره عادتونو لامله یې هغه کمزوري باید وزغمل شي. او دا پخپلو کې د یوه بل د زغملو او تحمل کولو ښه او غوره لاره ده.

(4) د چا په خبرو کې شر مه لټوئ

د عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه زوی عبدالعزيز وایي: پلار مې راته ویل: زویه! له مسلمان نه چې کومه خبره واورې کوښښ کوه چې له خبرې یې د خیر مطلب واخلې، تر خپله وسه شر مه ورنه مراد کوه.
متاسفانه نن دا ډول ښه باور په خلکو کې کم شوی دی، او خبره تر دې ځایه رارسیدلې ده چې د خپل مسلمان ورور په خبرو کې د شر پلټنه کوي، دا چلند په اخلاقي لحاظ ناسم دی او د خپل مسلمان ورور په خبرو کې د شر پلټنه ګڼ شمیر ټولنیزي ناخوالې او ناروا بدګومانۍ رامنځته کوي. باید کوښښ وکړو د خپل مسلمان ورور له خبرو (خیر) مراد کړو، او د چا په خبرو کې (شر) مه لټوئ.

(5) دوه مخیتوب

ابوهريره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: دوه مخي خلک به د قیامت په ورځ د الله په نزد تر ټولو بدترین خلک وي، دوه مخي خلک هغه دي چې ځیني خلکو ته په یوه مخ ورځي او نورو خلکو ته په بل مخ ورځي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَجِدُ مِنْ شَرِّ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللَّهِ ذَا الْوَجْهَيْنِ الَّذِي يَأْتِي هَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ وَهَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ. رواه البخاري وغيره.
ځیني خلکو ته په یوه مخ نورو ته په بل مخ لکه له نېکو او صالحو خلکو سره ښه او صالح وي او له شریرو او بېلاري خلکو سره شریر او بیلاري وي، دغو ته د هغو حالات وایي او هغو ته د دغو شیطاني کوي، دا د منافق عمل ده او منافق د الله په نزد تر ټولو بد او شریر انسان دی.

(6) نن هماغه زمانه ده

ابو هریره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خامخا به په خلکو داسې زمانه راشي چې سړی به په دې کې نه وي چې څه ډول یې شتمني ترلاسه کړه، ایا په حلاله طریقه یې ترلاسه کړه او که په حرامه. عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم، قال: ليأتين على الناس زمان، لا يبالي المرء بما أخذ المال، أمن حلال أم من حرام؛ أخرجه البخاري.
څومره کره ده ستا خبره یا رسول الله!، رښتیا چې همدا هغه زمانه ده چې تا سلهاو کاله مخکي راته ویلي دي، نن موږ وینو چې پریمانه خلک د دنیا په مختلفو کارونو او تجارتونو بوخت وي، بیعې او معاملې کوي، پخپله د حرامې، فاسدې او باطلې معاملې په څرنکوالي هیڅ نه پوهیږي او په ټول ژوند کې له کوم عالم نه هم د روا او ناروا، حلال او حرام پوښتنه نه کوي. هوکي! بې شکه نن هماغه زمانه په موږ راغلې ده.

(7) نااهله خلکو ته واک سپارل

ابو هریره رضي الله عنه وایي: په یوه مجلس کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته خبرې کولې یو کوچي راغی ویې ویل: قیامت به کله وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسې خبرې رواني لرلې، ځیني خلکو وویل: د کوچي خبره یې واوریدله خو ښه نشوه ورته ښکاره، ځیني نورو وویل د کوچي خبره یې نه واوریدله، کله یې چې خبرې پوره کړې ویې ویل: د اخرت په اړه پوښتونکی څوک و؟ کوچي وویل: یارسول الله زه وم، هغه وویل: کله چې امانت ضایع شي نو د اخرت انتظار کوه، کوچي وویل: امانت څنګه ضایع کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې واک او قدرت نااهله خلکو ته وسپارل شي نو د اخرت انتظار کوه. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: بينما النبي صلى الله عليه وسلم في مجلس يحدث القوم، جاءه أعرابي فقال: متى الساعة؟ فمضى رسول الله صلى الله عليه وسلم يحدث، فقال بعض القوم: سمع ما قال فكره ما قال، وقال بعضهم: بل لم يسمع، حتى إذا قضى حديثه قال: أين – أراه – السائل عن الساعة؟، قال: ها أنا يا رسول الله، قال: فإذا ضُيِّعت الأمانة فانتظر الساعة، قال: كيف إضاعتها؟ قال: إذا وسد الأمر إلى غير أهله، فانتظر الساعة؛ أخرجه البخاري.

(8) زنا د نه رغیدونکو ناروغیو سرچینه

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: په کوم قوم کې چې زنا پیدا شي او هغوی یې ښکاره او اعلان کړي، په دوی کې به داسي طاعون، وبا او دردونه عام شي چې هغه به یې په پلرونو او نیکونو کې نه وو . قال النبي الكريم صلّى الله عليه وسلم: لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها إلا فشا فيهم الطاعون والأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا. [رواه ابن ماجه].

(9) له علماو سره مینه وکړئ

له علماو او پوهانو سره مینه او اړیکي مو علم ته رسوي او له علماو لیري والی او خدای مکړه له علماو سره دښمني مو له علم او پوهي نه لیري کوي، أبو الدرداء رضى الله عنه وایي: علم ترلاسه کړئ او که د علم له زده کړي عاجزه شوئ نو له علماو سره مینه وکړئ، او که مینه نه ورسره کوئ دښمني خو یې مه کوئ. [صفة الصفوة 1/298].

د سفیان بن عُیَیْنه رحمه الله په مخکي له عبدالله بن المبارك رحمه الله نه د یوې مسئلې پوښتنه وشوه، ده ورته وویل: إنَّا نهينا أن نتكلم عند أكابرنا. موږ د مشرانو په مخکي له خبرو کولو منعه کړل شوي یو! . [سير الاعلام النبلاء للذهبي 2/772].

(10) عمر بن الخطاب رضى الله عنه وایي: که په کوم کسب او کار کې یو څه سپکوالی وي بیاهم خلکو ته له سوال کولو ښه ده. [موسوعة ابن أبي الدنيا 7/475].

(11) سلمان الفارسي رضي الله عنه وایي: ماته پخپل لاس ګټلي روزي خوند راکوي. [حلية الاولیاء 1 / 161].

(12) د فضیل بن عیاض رحمه الله زوی “علي” هغه ته وايي: پلاره! د صحابه کرامو خبرې څومره خوږې دي!، پلار یې ورته وویل: زویه پوهیږې د هغوي خبرې ولې خوږې دي؟ هغه وویل: نه، پلاره، ده ورته وویل: ځکه د دوی خبرې یواځي د الله له پاره وې. [حلية الاولیاء].

(13) امام الاوزاعي رحمه الله ( 88 هـ/707م/ 157هـ/774م) وایي: کوم قوم ته چې الله د شر اراده وکړي په جدل او مخالفتونو یې اخته کړي او له کاره لاس واخلي. بهجة المجالس لابن عبدالبر القرطبي (مړ463هـ) .

(14) امام الشعبي رحمه الله (پيدا: 16 هـ مړ: 103 هـ )څومره ښه خبره کړې ده! دی وایي: که څوک د خپل کلي له مجلسونو ځان وساتي علم به یې زیات شي او عمل به یې پاک شي. {حلية الأولیاء لأبي نعیم ٣١٥/٤}.

(15) له خبرو مخكي

چې کومه خبره کوې له هغې مخکي لیږ ځنډ تم شه او فکر وکړه چې:
1) ستا دا خبره سمه ده؟
2) نورو ته ګټه رسوي؟
3) په دې خبره خو به د چا زړه ته ازار نه رسیږي؟
4) نورو ته یې ویل ضروري دي؟
5) ستا په نیت کې خیر ده که شر؟
6) دا خبره خو به د شر او فساد سبب نه ګرځي؟
که خبره مو سمه، ګټوره او بې ازاره وي، نورو ته یې ویل ضروري وي، ستا نیت خیر وي او شر او فساد نه لري؛ نو خبره کوه.

(16) مرتزقه

دا ویی اوس پښتانه لیکوالان هم کاروي ساده معنا یې: مزدور جګړه مار ده، خو د پردیو هر ډول “مزد” اخیستونکی “مرتزقه” بلل کیږي.
مُرتَزِق ( اسم ): فاعل مِن اِرْتَزَقَ جُنْدِيٌّ مُرْتَزِقٌ : جُنْدِيٌّ يَتَّخِذُ مِنَ الْحَرْبِ وَسِيلَةً لِلارْتِزَاق. المعجم: اللغة العربية المعاصر.

(17) دبېوزلو وزله وکړئ

په ګاونډ کې به مو داسې غریبان وي چې ستاسو زړې جامې به هغوی ته نوې وي، ستاسو پاته شوني خواړه به د هغوی غوره خواړه وي او داسې نور ..

(18) بخت او نصیب د خلکو دروازې ورټکوي، خو یواځي د هغه چا کاله ته ننوځي چې بیدار، تکړه او له خدای ورکړیو صلاحیتونو کار اخلي، او د لټانو، او ویدو خلکو په درشل پښه هم نه ږدي.

(19) د خپلو لاسونو ټولې ګوتې راباندې ګرانې دي.. نه پوهیږم مور به مې له کومې ګوتي نیولی وم چې تګ یې رازده کاوه…!!.

(20) د مایکروسافټ کمپنۍ څښتن بل ګیټس وایي: بریالیتوب ” بد ښوونکی ” دی، ځکه دی ځیرکو خلکو ته دا فکر ورکوي چې ستاسو ناکامي ناشونې ده.

(21) لورډ چیسټرفیلډ Lord Chesterfield وایي: الفاظ زموږ د افکارو جامې دي، په کار ده چې خپلو افکارو ته ښایسته جامې ورواغوندو او په زړو جامو کې یې خلکو ته ښکاره نه کړو.

(22) انسان په نورو باندې ډېر ژر حکم کوي خو په خپله خطا باندې په اعتراف کې سستي کوي.

(23) پرون دي سوچونه کول چې “سبا” به دا او ها.. کوم دا “نن” هماغه سبا ده.

(24) غریب هغه نه دی چې شتمني یې کمه وي، غریب هغه دی چې ډېر غواړي.

(25) کولی شئ انسان ته هر شی ورزده کړئ، نه “احساس”.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د