
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د «یک» ټلویزیون له راپور سره سم، د ګډ حکومت اجراییه رييس عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني له لورې د سترې محکمې د رييس په توګه د قاسم حلیمي له ټاکلو سره مخالفت وکړ.
خبر زیاتوي چې ښاغلی حلیمي نن د ګډ حکومت د ولسمشر په یوه فرمان کې د سترې محکمې ريیس ټاکل شوی و.
تمه وه چې قاسم حلیمي د سترې محکمې د قاضي القضات په توګه نن معرفي شي؛ خو ګډ حکومت اجراییه رييس بلاخره خپل مخالفت څرګند کړ او ښکاره یې د حلیمي له ټاکلو سره مخالفت کړی.
دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت د مشرانو داخلي اختلافاتو رسنیو ته رسماً راوځي. پخوا په تېره د کابینې د تشکیل پر مهال هم نارسمي سرچینو په واک کې د دواړو شریکانو د اختلافاتو خبرونه تایید کړي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې اجراییه رييس خپل اختلاف خبره بربنډوي.
ولسمشر یا یې هم ویاند تر دې دمه په دې باب کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د جزیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ
حلمي جي د عبدالله سومره سوكان خورلي إمكان نه لري جي به ورسره موافق شي
مبارک مبارک ګل مرجان يې نه مني
واه ولا منم جی ضابت صاحب خان دوران به خبر شوي وي كنه
زوم خويي بيا غت سري جوزي كه يي عبد الله ومني
………………………………………………………………………….؟