افغانستان

پکتیا: د ماین شنډولو پر مهال ۴ بهرنی عسکرو، او ۷ داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده

carries_his_wounded_colleague2نن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت څخه نن امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چي تیره ورځ د یوه ماین د شنډولو پر مهال د چاودني له امله ۲ بهرني عسکر مړه او دوه نور ټپيان شوه.

هغوی زیاته کړې چي په دغه پيښه کي ۵ افغاني عسکر هم مړه او دوه نور ټپيان شوه.

ویل کیږي چي دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د مموزو په سیمه کي هغه وخت را منځته شوه،

کله چي يې غوښتل یو پټ شوی ماین شنډ کړي، چي پر وچاودید او یاده مرګ ژوبله يې واړوله.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ بهرنیانو اعلان کړی وو، چي د افغانستان په ختیځ کې ددوی دوه تنه بهرني عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شوه.

په یوه بل خبر کي نن د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ، چي نن د وردګ ولسوالۍ د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیانو پر موټر یو ماین وچاودید، چي له کبله يې ۵ تنه عسکر ووژل شول.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز هم دا خبر منلې، خو ویلي چي ددوی موټر ته زیان رسیدلی، البته عسکرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx