افغانستان

سانچارکی: د کابینې په څېر باید ولایتونه هم نیم په نیم ووېشل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د اجرايوي ریاست سلاکار فاضل سانچارکی وايي چې د کابینې په څېر باید د ولایتونو په وېش کې هم د واک وېش ته پام وشي او نیم په نیمه شي.

ګډ حکومت چې د امریکا په سفارت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب رامنځته شو، پخپل هوکړه لیک کې د واک په مساوي وېش لاسلیکونه کړي دي.

د عبدالله عبدالله سلاکار فاضل سانچارکی چې په ټاکنیزو ناندریو کې د هغه سر سخت پلوی هم و نن له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د ګډ حکومت مشران باید د ولایتونو د والیانو په ټاکنه کې هم خپل هوکړه لیک او د واک مساوي وېش ته پام وکړي.

نوموړي په دې ټینګار کاوه، چې د ولایتونو لپاره د والیانو ټاکنه هم باید په مساویانه توګه ترسره شي، تر دې وړاندې هم د اجرايوي رییس او اشرف غني ترمنځ په همدې مسئله بحث ګرم و، چې اشرف غني یواځې په کابینه کې مساوي وېش مانه، خو اجرايوي رییس د وړې دولتي ادارې په کچه هم د دې وېش پلوي کوله.

د سانچارکي له څرګندونو داسې ښکاري چې د ګډ حکومت اجرايوي رییس د ګډ حکومت بل مشر دې ته اړ کړی چې د ژمنې له مخې باید په ټول دولت کې مساوي وېش په پام کې ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x