افغانستان

ختیځ کې د قومندان په شمول ۱۴ اربکیان او سرحدي پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): نن د هېواد په ختیځ کې په جلا جلا پېښو کې ۱۴ اربکیان او سرحدي پولیس وژل شوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي چې ددغه ولایت د کامدیش ولسوالۍ په باغېچې سیمه کې ماین چاودنې ۶ سرحدي پولیس وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.

والي زیاته کړې چې سرحدي پولیس له کونړه نورستان ولایت ته تلل چې د سړک د غاړی ماین پرې وچاودید.
همدا راز د ۳۰۱ قول اردو ختیځ زون قومندان فضل الدین عیار هم منلې چې په کامدیش کې ۶ سرحدي پولیس وژل شوي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او زیاته کړې يې ده چې سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کامدیش ولسوالۍ په باغیچه سیمه کې د سرحدي پولیسو په زغروال موټر چاودنه کړې چې له کبله يې ۷ سرحدي پولیس ځای پر ځای وژل شوي.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین ۱ سرحدي پولیس وژلی او یو بل يې ټپي کړی دی.

د ختیځ زون ۳۰۱ قول اردو قومندان فضل الدین عیار منلې چې په خوږیاڼو کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

طالبانو دا برید هم پر غاړه اخېستی دی خو ویلي یې دي چې چاودنه د خوږیاڼو ولسوالۍ په ارغچ سیمه کې ماسپښین ۱:۳۰ بجه د اربکیانو په موټر شوې چې له کبله یې ۶ اربکیان وژل شوي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې مازدیګر مهال یې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په غازي اباد سیمه کې د اربکیانو مشهور قومندان نوراغا د یوه ماین پر مټ وژلی دی.

د لغمان د چاودنې په اړه تر دې دمه دولتي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x