افغانستان

انجنیر محمد خان ته ۱۱ سلاکاران وټاکل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجراییه رییس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان ته ۱۱ سلاکاران وټاکل شول.

د انجنیر محمد خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اجراییه ریاست لومړي مرستیال مقام ته ۱۱ مرستیالان په مافوق رتبه بست کې ټاکل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه سلاکاران د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال په غوښتنه ټاکل شوي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په باب رسنیو راپور ورکړی و چې له سلو تنو زیات سلاکاران لري. مګر په اوسني حکومت کې د په واک کې شریک دواړه اړخونه ځانونو ته سلاکاران ټاکي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ډاکتر محمد ظاهر عزیز په سیاسي او نړیوالو چارو، عبدالجبار شلګری په حقوقي چارو، ډاکتر حلیم تنویر په فرهنګي او ټولنیزو چارو، قاضي نجي الله په دیني چارو، داکتر صفي الله په فرهنګي او د رسنیو په چارو، داکتر سیف الدین د قومونو او قبایلو چارو، محمد رضا فاضل په دیني چارو، عبدالمنان په امنیتي چارو، عبدالصبور توحیدي د حکومتدارۍ په چارو او اسدالله په انکشافي او اقتصادي چارو کې د لومړي مرستیال سلاکاران ټاکل شوي دي.

نن ټکي اسیا ته یو سرچینې تایید کړې ده چې دغه ټاکل شوي سلاکاران ګرد د پخواني حزب اسلامي غړي دي چې اوس د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي کې راغونډ دي.

دوه ورځې وړاندې د ګډ حکومت دوهم مشر عبدالله عبدالله هغه درې نوماند وزیران چې ولسي جرګې رد کړل، د ځان لپاره سلاکاران وټاکل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

د زوی مړي زامنو لونګ فیضان مو به کې هیر شوی دی ، ماته شکاري ارغندیوال حزب ته وزارت ونه رسید نوځکه یي ټول زور د محمد خان په څوکۍ استعمال کړ، چې د شیرخان کلا د مجید حمار تره قاضي نجی الله یي هم به کې سلاکار کړی دی ، ټول یي داسې خلک ټاکلي چې د محمدخان غوندې ملغوزي نسوار کوي،

Hameed

واه واه اوس یی خوند وکړ دا خو داسی ښکاری چی اجرایه ریس له ولسمشر نه ‌ډیر صلاحیت لری اوس زه دمفکر صاحب له هغو پلویانو نه پوښتنه کوم چی تاسی خو دانتخاباتو په وخت کی ډنډوره جوړه کړی وه چی که مونږ انتخابات وګټل نو مونږ به اول ټول پخوانی جنگسالاران سلب تابعیت افغانستان کوو ترڅو ځان اصلاح کړی که ځان اصلاح کړی نو له سره به د افغانستان تابعیت ورکوو او که نه نو له ملک نه به یی تبعید کوو اوس خو که خیر و نو دوی ستاسی په تبعید پسی را اخیستی خبره سرچپه ده او… نور لوستل »

واحدی

شه خلک یی انتخاب کری دی ورته خو د مدیر سیدرحمان د کورنی نه خو یی سوک نه دی انتخاب کری.داسی معلومیژی چی محمدخان پاک شخصیت دی زکه چی د مدیر سید رحمان کورنی خو توله غله ده او که له دوی نه یی سوک انتخاب کری وی نو سرنوشت به یی د وزارت معارف وو چی غلا د سیدرحمان کورنی(داکتر عطاالله واحدیار) وکره او رسوا فاروق وردگ شو>

محمودالغزنوی

دانو(يك كشمش بست قلندر)دانوهغه هندی ښځه ده چی پنځه میړونه یی کړی،،پنځه واړه سره وروڼه أوزوندی دی،،دانوګلیی (قطارک)حمام ده،وای مړسئ په سرو وښانو،،،،،نه په خرو،،وای زموږ دناوی،، سونډی غونډی منډی دی،،أرمان می دلالی(هلال،بهیر)هاډیری منډی دی،،وای ګورم دی ولی پریښودل،،وای خدری(ډوډی)مونه بس کیدله،،وای أوس به مونو ښه بس شی،،وای تربیکاره ودانه په خرپ نړیدلی ښه ده،،،وای یوسړی غمی پیداکړی ؤ نودسیند(دریاب)پرغاړه کینستل غوښتل ئ پریئمنځی(ویونځی)خوله بده مرغه غمی په أوبوځنی لاهوسو،،نوسړی په شمشتوکی دأوبوپرغاړه ناست وه دغه سندره یی زمزمه کوله،،ترپوکه(پاکه)می مردوړه(مرداره)ښه وه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰،،أفسوس دجهادأوشهیدانوأزاروهلیو سلامی حزبیانو۰۰۰۰۰۰۰،،مادرته ویل نه دی منله،،دبوری زویه أوس کوه دچول مزلونه،،دبوری زویه أوس دغلام وړه منتونه،

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx