کندز: د الماني ځواکونو او ملکي کسانو د موټر د جنګیدو له کبله ۱ ماشوم مړ او ۷تنه ټپيان شول
نن ټکی آسیا: د الماني ځواکونو او د ملکي وګړو د موټرو د جنګیدو له کبله یوه کوچنۍ انجلۍ مړه او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د کندز امنیه قوماندان سید سرور حسیني ویلي چي یاده پيښه تیر ماسختن د کندز ښار اړوند د بندر کابل په سیمه کې را منځته شوله، کله چي یو سراچه موټر د الماني عسکرو د موټر سره وجنګید.
د نومړي په وینا په سراچه کي سپاره کسان چي ټوله د یوې کورنۍ وه،
په کښي اته تنه ټپيان شول، او یوه لس کلنه انجلۍ وروسته په روغتون کي خپله ساه ورکړه.
ویل کیږي چي په ټپیانو کي ۳ تنه نارینه او ۴ تنه میرمني شاملي دي.
تر اوسه د بهرنیو ځواکونو او په خاصه توګه بیا د الماني ځواکونو له خوا ددغي پيښي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.