افغانستاننړۍ

پاکستاني پولیسو په کوټه کې نېږدې ۲۶۰ افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني پولیسو د «شکمنو» کسانو په تور د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې نېږدې ۲۶۰ افغان مهاجرین نیولي دي.

ډان نیوز ( DAWN NEWS) پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور پر اساس پولیسو د کوټې ښار په سریاب روډ، سټلایټ ټاون او د ښار په نورو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۲۶۰ «شکمن» کسان نیولي دي.

پاکستاني پولیس وايي چې نیول شوو «شکمنو» کسانو کې اکثریت افغانان دي او دوی يې د «فارن ایکټ یا د بهرنیانو قانون» لاندې نیولي دي.

ډان نیوز د پولیسو د سرچېنو له قوله لیکلي چې د ځينو کسانو څخه یې وسلې هم نیولي دي او نیول شوي کسان یې د ښار په بېلابېلو حوزو کې بندیان کړي دي.

په نیول شوو کسانو کې ځينې بلوچان هم دي چې په کوټه ښار کې يې نن ددغو ناقانونه نیولو په خلاف لاریونونه هم کړي.

خو په کوټه کې افغان مهاجرین بیا د پولیسو تورونه ردوي او وايي چې نه وسلې لري، نه په پاکستان کې غیرقانوني اوسیږي بلکې پولیسو د پیسو لپاره نیولي دي.

په عین حال کې پولیسو د اسلام اباد په هغه ځایونو عملیات کړي چېرې چې افغان مهاجرین اوسیږي او یو شمېر افغانان یې نیولي دي.

په پاکستان کې افغان مهاجرین وايي چې د ټولو قانوني اسنادو سربېره یې پولیس نیسي، پیسې ترې اخلي او د پیسو نه ورکولو په بدل کې باشرفه خلک بې عزته کوي.

د پېښور تر برید وروسته پولیسو په زرګونو عام افغانان چې په پاکستان کې ژوند کوي، د ټولو قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ترې اخلي.

د بې ګناه افغان مهاجرینو د نیولو په اړه پاکستان کې د افغانستان سفارت او د کډوالو وزارت تر دې مهاله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

یا الله ستا دا پراخه ځمکه نن د افغانانو لپاره په هر ځای کی ډیره تنګه ده نو ته یی په خپل بی کرانه رحم سره ونازوه او له دی مظالمو نه نجات ورکړه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x