غزنی: په خوږياڼو کې د اردو عسکرو اوو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت د خوږياڼو ولسوالي په مربوطاتو کې د ملي اردو عسکرو اوو تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې د اردو عسکرو وروسته له هغه په عامو خلکو ډزې وکړې چې له نښتې وروسته طالبان له سیمې تللي وو او عسکرو ته څه په ګوتو ورنه غلل.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په خوږياڼو کې نن له غرمې وروسته د طالبانو او عسکرو ترمنځ نښته وشوه، چې تر نږدې ماښامه يې دوام درلود، وروسته له غزني ښار څخه د اردو مرستندویه عسکر را ورسېدل، چې په عامو خلکو يې ډزې پیل کړې.

د خوږیاڼو یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په پېښه کې یو تن ملکي وګړی شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د سر چينې په قول تر ماسختن پورې د اردو عسکرو ټپیان د غزني ښار ته تر روغتونه نه پرېښودل او ویل يې چې دا ټول طالبان دي او باید ووژل شي.

له څو ساعته جنجال او زاریو وروسته شپږ تنه ټپیان روغتون ته رسول شوي، چې د دو تنو حالات سخت ښوودل شوي دي.

یاده دې نن هم په کابل ښار کې د چارلي ابدو پر ضد پر لاریون کوونکو د کابل پولیسو ډزې وکړې چې دوه تنه يې شهیدان او د یو ماشوم په ګډون يې درې نور ټپیان کړل.

تر دې وړاندې هم د هلمند په سنکین ولسوالي کې د ملي اردو له لوري د واده په مراسمو په ډزو کې د ناوې او زوم په ګډون ترسلو ډېرو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته چې دولتي مسوولینو يې په اړه له مطبوعاتو سره جوخته چوپتیا غوره کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د