نړۍ

د ازهر علماوو د سیسي په ملاتړ ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): په مصر کې د ازهر جامع مسجد علماوو چې مشري یې «دکتور احمد الطیب» کوي، ویلي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په وړاندې به له ولسمشر عبد الفتاح سیسي سره څنګ په څنګ ولاړ وي.

د ازهر د علماوو ټولنې نن په یوې اعلامیه کې ویلي:

«هغو ننګونو او بریدونو ته په پام سره چې مصر او د مصر خلک ورسره مخامخ دی، د دکتور احمد الطیب په مشرۍ د ازهر ټول علماء د ترهګرۍ پرضد روانه مبارزه کې د عبد الفتاح سیسي او د وسلوالو ځواکونو ملاتړ اعلانوي».

د ازهر اعلامیه زیاتوي:
«مونږ د مصر له خلکو او دولتي ارګانونو څخه غواړو چې د ترهګرۍ په ځپلو کې یو تربله مرسته او همکاري وکړي، خدای دې مصر له ناخوالو وساتي».

د احمد الطیب په مشرۍ د ازهر علماوو له ادرسه دا څرګندونې وروسته له هغه خپریږي چې وړمه ورځ د مصر په سیناء کې د یو برید پر مهال د دې هیواد لسګونه پوځیان ووژل شول.

 تېره ورځ د ازهر جامع مسجد اړوند د ازهر پوهنتون رئیس «دکتور عبد الحي عزب» هم یاد برید په کلکو ټکو غندلی وه.

احمد الطیب او د ازهر علماوو، چې د کودتايي رژیم کلک ملاتړي بلل کیږي، تر اوسه د هغو سلګونو وژل شوو مصریانو په اړه سکوت غوره کړی چې د مصر د پوځیانو لخوا د سوله ییزو مظاهرو او لاریونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

ياابن العم الباعورابأي دليل تأيدون حكومت السيسي اليهودى ,أماتعلمون ماذايقول ربناورسولناولاتركنواإلي الذين ظلموافتمسكم النارالآيةوقال رسولناصلي الله عليه وسلم من أعان ظالماسلطه الله عليه,,فأين تذهبون قاتلكم الله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x