د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیو دوه عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري د افغانستان په ختیځ کې د ماین چاودني له کبله ووژل شول.
په کابل کی د بهرنیو ځواکونو د رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځه برخه کې ماین وچاودید، چي له کبله يي دوه بهرني عسکر ووژل شول.
رسنیز دفتر خپل د سیاست له مخي د پيښي دقیق ځای او د وژل شویو عسکرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۴۹ عسکرو د وژلو خبر ورکړی، چي د طالبانو د شمېرو سره ډیر لوی فرق لري.
په افغانستان کي د بهرني ځواکونو د وژنو د دقیقي شمېرې په اړه څه نه شي ویل کیدی، ځکه چي په جګړه کې ښکیلي دواړي لوري یو بل ته د زیاتو تلفاتو اړولو خبره کوي، خو خپل د تلفاتو په اړه بیا دا شمېر کم ښيي.