ادبي لیکنيافغانستانپښــــتو ادب

هندي ـ پښتو، لومړی قاموس خپور شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): هندوستاني پښتو ژبي لیکوال روشن لعل ملهوترا د لومړي ځل لپاره د هندي ـ پښتو قاموس برابر او خپور کړ.

د هندوستان د سرښار اوسېدونکی روشن لعل ملهوترا وايي چې مورنۍ ژبه يې پښتو ده او په خبره يې دا پر ده باندې د خپلې مور ـ پښتو ـ حق دی.

ملهوترا پخپله د خیبر پښتونخوا په بونیر کې زېږېدلی، خو په خبره يې لس کلنۍ کې يې هندوستان ته کډه تللې ده.

هغه وايي چې پر دې قاموس سربېره يې د اردو مشهور لیکوال پريم چند نوموتی ناول «ګودان» هم پښتو کړی دی او هم يې د هندي لیکوالو کیسې ژباړلې دي، ملهوترا د ماشومانو لپاره هم د کیسو کتاب لیکلی دی.

د هندي ـ پښتو قاموس تر خپرېدو څو ورځې وړاندې چيني لیکوال چي هونګ سايي د چيني ـ پښتو قاموس هم خپور کړ، چې د ګډ حکومت مشر ورته د سید جمال الدین افغان مډال ورکړ.

پښتو ادب ته پورته یاد دوه قاموسونه پخپل ډول کې بې نمونې دي، تر دې وړاندې د هندي یا هم چیني ژبو له پښتو سره ګډ قاموس نه دی خپور شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x