نړۍ

مصر د حماس نظامي څانګه «القسام» ترهګره ډله ونوموله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل:( مصري محکمې د حماس جهادي ډلې نظامي څانګه «القسام» ترهګره ډله اعلان کړه.

د مصر پلازمېنې قاهره کې يوې محکمې القسام په ګڼو «تروريستي» عملياتو کې ښکېل وبلله او زياته يې کړه، چې درې مياشتې وړاندې سينا ولايت کې پر مصري ځواکونو بريد کې د قسام لاس و.

محکمې پر قسام تور ولګاو، چې د مصري پوليسو او پوځيانو پر ضد په ګڼو عملياتو کې ښکېل دي او د محکمې په وينا قسام غواړي، چې د مصر امنيت ګډوډ کړي او له همدې امله يې دغه جهادي ډله ترهګره اعلان کړه.

حماس د مصري محکمې په پرېکړې خپل سخت غبرګون ښودلی او زياه کړې يې ده، چې دا پرېکړه يوه سياسي او ظالمانه پرېکړه ده او د محکمې هغه تورونه يې په کلکه رد کړل، چې ګواکې قسام د مصر په نا امنيو کې لاس لري.

د حماس رهبري غړی اسماعيل رضوان الجزيرې تلويزون سره په خپلو څرګندونو کې وويل:«قسام د امت د سر تاج دی او ټول عمر يې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد جهاد کړی او دا ډېره د افسوس خبره ده، چې اروپايي محکمې حماس د تروريستانو له ليسته وويسته او د مصر محکمې د بې ځايه تورونو په واسطه قسام ترهګره ډله اعلان کړه.»

ښاغلي رضوان زياته کړه، چې مصر تل د فلسطين په قضيه کې مهم او ملاتړکوونکی رول ادا کړی او له مصريانو يې وغوښتل، چې د محکمې دغه پرېکړه بېرته واخلي او د حماس او قسام پر ضد له بې ځايه تورونو لاس واخلي.

د قسام سرچينې وايي، چې د مصري محکمې له پرېکړې څرګنديږي، چې اسراييلو سره د حماس د مذاکراتو پر مهال مصر يو منځګړي نه، بلکې د اسراييلو پلوی و.

سرچينه زياتوي، چې د مصر دا پرېکړه به نړۍ ته روښانه کړي، چې مصري حکومت له فلسطيني ولس سره دښمني پالي او دې پرېکړې سره به مصر د غزې په تراډه کې ډېر څه له لاسه ورکړي.

د تېر کال مارچ مياشت کې هم مصري محکمې دغه هېواد کې د حماس هر ډول فعاليتونه نا قانونه بللي وو او حماس يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و.

مصري محکمې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د اروپايي اتحاديې محکمې په خپله وروستۍ پرېکړه کې حماس جهادي ډله د ترهګرو له ليسته ويستې او فلسطين کې يې د دوی فعاليتونه قانوني بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x