نظــر

زموږ هیله اسلامي نظام دی

لیکوال: فاتح کاروان

الله جل جلاله قرآن کریم کې فرمايي: و ما خلقت الجنّ ولانس الا لیعبدون. ژباړه: ما پیریان او انسانان نه دي پيدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره. د عبادت په معنی او مفهوم پوهیدل دا د هر مسلمان نر او ښځې لازمي دنده ده، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: طلب العلم فریضة علی کلّ مسلمٍ و مسلمةٍ. ژباړه: د علم زده کړی پر هر مسلمان نر او ښځه فرض ده؛ د علم له زده کړی پرته د عبادت په معنی پوهیدل امکان نه لري، خامخا به دومره علم یادوی چې حلال او حرام پرې وپیژنې، پخپله علم هم عبادت دی، او هم د عبادت د پیژند نې شرط، چې کله انسان علم یاد کړي نو بیا خپل ځان، خپل خالق او د بنده ګۍ په حقیقت پوهیږي او دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې مسلمانان د کفارو له غلامۍ او فشار نه خلاص شي.

راځم اصلي مقصد ته، او هغه دا چې مسلمانان په دې مکلف دي تر څو د ځمکې پر سر د الله جل جلاله دین نورو خلکو ته ورسوي او د دین د رسولو لپاره د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق ته ضرورت دی، نظم او ډسپلین ته اړتیا ده او دا دوه شیان یعنی اتفاق او نظم به هغه وخت راځي چې مسلمانان یو نظام ولري، یو مشر ولري او یو مرکز ولري؛ هغه وخت چې اسلامي خلافت برقرار و نو د مسلمانانود پوښتنې ځای هم و او د دفاع خلک یې هم، مسلمانانو په نړۍ کې په نورو قومونوخپله واکمني لکه څرنګه چې الهي امر و، چلوله، امن و، عدالت و، د ظالم نه د ظلم پوښتونکې او د مظلوم دفاع کوونکې و، خو له کله نه چې غربیان په دې توانیدلي تر څو مسلمانان د یو واحد مرکز او غښتلي نظام نه بې برخې کړي، له همغه ورځې د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ پيل شوی دی او دا دې تر ننه یې ګورو چې مسلمانان د نړۍ په لر او بر کې وژل کیږي، زندانونو ته اچول کیږي. تعذبیږي او ډول ډول شکنجې ورکول کیږي. مګر د مسلمانانو داسې یو واحد مرکز او غښتلې نظام نشته چې د مسلمانانو دفاع وکړي،همدغه زموږ وروسته والې او د بدبختۍ اساسي لامل دی.

په همدې هیله چې په درسته نړۍ کې د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق پیداشي،یوواحد اسلامي نظام ولرو، او نور سیمه ییز نظامونه د واحد نظام تر مشرۍ او رهبرۍ لاندې خپلې چاري مخ ته یوسي، موږ هم د مبارزې ډګر ته رادانګلي او پخپل رب مو توکل کړی، شهیدان مو ورکړي، زخمیان او معیوبین راپاتې دي، یتمیان او کونډې راپاتی او په لسګونو زره مسلمانانو ورونه او خویندې مو د کفارو په زندانونو کې د اسارت شپې سبا کوي.
زموږ د مبارزې هدف نه قدرت او مادیات دي او نه دا چې موږ دی په نورو قومونو د ظلم او ستم لپاره برلاسي پيدا کړو، اما دومره پوهیږو چې تر څو موږ یو واحد اسلامي نظام ونلرو، نړیوال مرکز ونلرو همدغسې به ټکرې خورو او کفار به مو په بیلابیلو نومونو په هر ځای کې وژني،زوروي به مو او زندانونو ته به مو وړي. مګر زموږ د پوښتنې به څوک نه وي.

دا چې نن موږ د نړۍ په سطحه د نفوس په لحاظ میلیاردونو ته رسیږو او د نړۍ ډیره برخه کې زموږ مسلمانان پراته دي، مګر د اسلامي نظام نه بې برخې، د اتفاق او اتحاد نه محروم او په سل ډوله ستونزو مو سر دی، د همدغه بدبختۍ پر ضد مو د جهاد بیرغ هسک کړی، د جهاد او دعوت سلسله مو روانه ساتلې،الله جل جلاله دی په ریا کې نه راولي هدف مو له دې خبرو دا دی چې زموږ پرضد دا پروپاګند کیږي چې ګواکې د جهاد مدعیان د مادیاتو او قدرت تږي دي، مګر داسې نه ده، که یو څوک حقیقي مسلمان وي هغه به هیڅکله په خپل اخرت دنیا ته ترجیح ورنکړي او هیڅکله به د نړۍ د مسلمانانو له حالت نه ناخبره پاتې نه شي،د هر ظالم نه به د هغه د ظلم پوښتنه کول خپل فرض بولي، نو چې کله یو څوک حقیقي مسلمان شي هغه بیا د مادیاتو او قدرت سره هم مینه نه کوي.

زموږ د مبارزې هدف په خپل هیواد او بیا ټوله نړۍ کې د داسې یو اسلامي نظام قیام او نفاذ دی چې د مسلمانانو د دفاع او ساتنې وس ولري، اسلام نړۍ ته د نړیوال وروستي او حق دین په حیث وروپیژني، د مسلمانانو د مال،ناموس او حقوقو نه ساتنه وکړي او د ظالمانو د ظلم لاسونه ورلنډ کړي.

تر هغه وخته چې موږ یو نظام و نلرو، یو مرکز و نه لرو نو به کله هم د کفارو له ظلم او ستم نه خلاص نه شو، په تأسف سره باید ووایو چې په اسلامي هیوادونو دا مهال د غرب لاسپوڅي واکمن دي او مسلمان امت له ډیر بد حالت نه تیریږي، همدا ناروا او ناکردی دي چې موږ ته زور را کوي. الله جل جلاله دی د نړۍ په لر او بر کې په جهاد بوختو مجاهدینو ته بری او فتح ورنصیب کړي او الله جل جلاله دی زموږ دا ارمان چې مسلمانان په ټوله نړۍ کې سر لوړي او آزاد وي زموږ په ژوند پوره کړي.

امین یا رب العالمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

فاتح کاروان صاحب نن سبا په اسلامی ملکونو کی د اسلامی نظام د اقامی لپاره د یوه امیر یا خلیفه د ټاکلو ضرورت نشته شرایط ورته ندی برابر او مصلحت او عقل یی هم اجازه نه ورکوی بلکه د اسلامی ملکونو د موثرو جهادی تنظیمونو ترمینځ د استعمار په مقابل کی د نظر یووالی ضروری دی ددی پرځای چی یو دبل دله مینځه وړلو په فکرکی وی یا یو پربل د کفر او ارتداد ټاپی لگوی باید خپله توجه له اسلامی ملکونو نه د یرغلگرو د شړلو خواته ورواړوی اسلامی ملکونه په متفرق شکل کی هم کولی شی چی خپل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x