فراه: د ۱۵ کسانو د تښتوني وروسته ۲ کسه وژل شوي، او نور لادرکه دي

نن ټکی آسیا: د فراه په ولایت کي د ۱۵ تنو د تښتولو وروسته د دوو کسانو مړي موندل شوي دي، او د نورو د ژوند او مرګ درک لانه دی معلوم شوی.

د فراه امنیه قوماندان سید محمد روشندل ددغو خلکو د تښتوني پړه پر طالبانو اچوي، او وايي چي طالبانو د پرچمن ولسوالۍ په یوه لیري پرته سیمه کې ۱۵ تنه عام ملکي وګړي تښتولي، او د هغو څخه يې دوه کسه وژلي..

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پيښي څخه ناخبرتیا وښودله، او زیاته يې کړه چي طالبانو د پولیسو پر یو پوستې برید وکړ، چي په ترڅ کې یو پولیس مړ او څلور ژوندي ونیول شول.

تر اوسه پوري ددي پيښي مسئولیت بل چا هم په غاړه نه دی اخیستی.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د فراه په ولایت کي د ۱۵ تنو د تښتولو وروسته د دوو کسانو مړي موندل شوي دي، او د نورو د ژوند او مرګ درک لانه دی معلوم شوی.

د فراه امنیه قوماندان سید محمد روشندل ددغو خلکو د تښتوني پړه پر طالبانو اچوي، او وايي چي طالبانو د پرچمن ولسوالۍ په یوه لیري پرته سیمه کې ۱۵ تنه عام ملکي وګړي تښتولي، او د هغو څخه يې دوه کسه وژلي..

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پيښي څخه ناخبرتیا وښودله، او زیاته يې کړه چي طالبانو د پولیسو پر یو پوستې برید وکړ، چي په ترڅ کې یو پولیس مړ او څلور ژوندي ونیول شول.

تر اوسه پوري ددي پيښي مسئولیت بل چا هم په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د