هلمند: د طالبانو په برید کې د یوه افسر په ګډون ۳ پولیس مړه او ۲ ټپیان شول
نن ټکی آسیا: په هلمند کي د طالبانو په وسلوال برید کې ۴ پولیس مړه او د دوو نورو ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د تفصیلاتو سره سم تیر ماسختن طالبانو د ګریشک ولسوالۍ د نوزاد په اډه کي طالبانو د پولیسو پر یو پوستې برید وکړ، چي د جګړې په ترڅ کې ۴ پولیس مړه او ۲ نور ټپیان شوه.
ویل کیږي چي په وژل شویو پولیسو کي یو تن افسر دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په برید کي ۹ تنه پولیس د دوو قوماندانانو په ګډون ووژل شول.
نومړي زیاته کړه چي د قوماندانانو نومونه سلام او لالاجان وه، او طالبان ددغو پولیسو ټولي وسلې او مهات د غنیمت په توګه تر لاسه کړه.