د وژل شوو ۳ امریکایانو له منځه یو هم پخوا د پولیسو یو افسر و.

د ۳ وژل شوو امریکايي قراردادي پوځيانو نومونه خپاره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): امریکايي کمپنۍ د هغو ۳ امریکايانو چې تېره ورځ د کابل په هوايي ډګر کې یو افغان عسکر لخوا ووژل شول، نومونه خپاره کړي دي.

په وژل شوو کې یو پخوانی پولیس افسر دی چې وروسته یې د امریکا یوې امنیتي کمپنۍ سره کار پیل کړی و.

دغې امریکايي کمپنۍ د خپلو وژل شوو قراردادیانو نومونه والټر ډي فیشر، ماتیو اي فاینرن او جاسون ډي لنډپایر ښودلي دی. براايټورین سټنډرډ کمپنۍ ویلي چې دغو درې امریکايانو له دوی سره د قراردادیانو په توګه کار کاوه.

کمپنۍ په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د افغان عسکر په ډزو کې د دوی یو بل قراردي براډلي ای جیمز ټپي شوی دی او ټپونه يې هم د انديښنې وړ دي.

ددغې امنیتي کمپنۍ مشر امریکايي رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې د قراردادیانو په وژنه د غم اظهار کړی او وژل شوي کسان یې زړور او د امریکايي قوم اتلان ګڼلي دي.

امریکايي کمپنۍ ویلي چې دوی د امریکا دفاع وزارت سره قرارداد لري څو په افغانستان کې دولتي عسکر وروزي.

دوی ویلي چې د پېښې په اړه نور جزییات به د امریکا هوايي ځواکونه نشر ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د کابل نړیوال هوايي ډګر په نظامي برخه کې د طالبانو یو نفوذي عسکر ماښام مهال شاوخوا ۶:۳۰ بجې په امریکايي عسکرو ناتاره ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې ۳ امریکايي عسکر ځای پر ځای ووژل او یو بل يې ټپي کړ. په ځوابي ډزو کې افغان عسکر هم ووژل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
hassin
میلمه
hassin

ددرې امریکايي قراردادیانو دوژنې دخبر په هکله
استقلال: داخبر ښيي چې دافغانستان داردو روزنه هغو امریکایی قرار دادي کمپنیوته ورکړل شوی دهچې ماهیت ېې هم پټ دی. ښايي دا همغه دجنګي اجیرانو دروزلو پیژندل شوې کمپنۍ وي چې ډیرې ېې په سیا،بلک واټر،سیټي او ددیکچینې دجنګي ااجیرانو دروزنې په کمپنیو پورې اړه لري د غه کمپنۍ به دافغانستان اردوته داسې جنګي ، فردې او ډله ییز اخلاق ورکړي چې هیڅکله به هم دافغانستان دخلکو له کرکې پرته بل څه تر لاسه نه کړي