افغانستان

کابل کې د صحت طفل روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب پيل کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د صحت طفل روغتون ډاکټرانو وروسته له هغې کاري اعتصاب پيل کړ، چې روغتون کې د يو مړه شوي ماشوم وارثانو د دغه روغتون يو ډاکټر وډباوه.

د صحت طفل روغتون رييس ډاکټر نورالحق يوسفزي پژواک سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې تېره شپه يو ماشوم د سختې ناروغۍ له امله روغتون کې ومړ، د مړه شوي ماشوم وارثانو د روغتون يو ډاکټر وډباو او د روغتون شيشې يې هم ماتې کړې.

د صحت طفل روغتون ډاکټرانو ګواښ وکړ، چې تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي، تر څو، چې د ډاکټر ډبوونکي کسان نه وي محاکمه شوي او له وهل شوي ډاکټره يې بښنه نه وي غوښتي.

د عامه روغتيا وزارت مسؤولين صحت طفل روغتون ته راغلي او هڅه کوي، چې ډاکټران له اعتصابه لاس اخيستو ته وهڅوي.
چارواکي وايي، چې د ډاکټر وهوونکي درې واړه کسان يې نيولي او دمګړۍ د پوليسو په ولکه کې دي.

د کابل صحت طفل روغتون د کابل تر ټولو ستر روغتون بلل کيږي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې د پېښې پړه د ډاکټرانو او که د مړ شوي ماشوم د وارثانو پر غاړه ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې خلک له روغتونونو او ډاکټرانو شکايتونه کوي، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو سيمو کې خلک د ډاکټرانو له ناپوهۍ او بې پرواهۍ سرټکوي او وايي، چې ډاکټران د ناروغانو په درملنه او تشخيص نه پوهيږي او سربېره پر دې له ناروغانو سره ظلمونه هم کوي.

بل پلو دا انديښنې هم شته، چې زورواکي تل په ډاکټرانو او روغتونو خپله سر زوري چلوي او روغتونونو کې د قانون هيڅ ډول احترام او درناوی نه کوي، مګر تر اوسه دا نه روښانه شوې، چې د دې پېښې مسؤوليت د مړه شوي ماشوم د وارثانو او که د ډاکټرانو پر غاړه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x