د بادام له ګټو ځان خبر کړئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): په خلکو کې یوه خبره مشهوره ده، هر هغه خواړه چې خوند نه لري بیا ګټه لري. خو داسې نه دي بې شمیره داسې خواړه شتون لري چې له ګټې سربیره ښه خوند هم لري چې له دې ډلې څخه یو هم بادام دی.

د دغې خواړو ګټو په اړه به مو ډیر اوریدلی وي خو نوې څیړنې د دغې خواړه د ګټو شمیر لا هم زیات کړ. د نوې څیړنې پر بنسټ د بادام له ورځېني استعمال د خیټې اضافي وزن کموي او انسان د زړه له مختلفو ناروغیو ژغوري.

یوې پیژندلی شوي امریکايي مجلې کې خپره شوې دغه څیړنه ښيي چې هر ورځ د بادام ۴۲ ګرامه استعمالول انسان د زړه له مختلفو ناروغیو ژغوري.

د دغې څيړنې مشر څیړنکی په وینا کاربوهایډریټ لرونکی مختلف سپک خواړه پر ځای د بادام استعمال په ورځېني ډول د خیټې اضافي وزن کموي او د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي.

د دغې څیړنې مشر څیړونکی «بیري مېن» په وینا که چیرې بادام په ورځېني ژوند کې د سپکو خواړو پر ځای استعمال شي نو دغه خواړه په بدن کې د میتابولیزم فعالیت کنټرولوي او له دې سره د زړه رګونو له ناروغیو مخنیوی کوي.

دغه څیړنه په ۵۲ اضافي وزن لرونکي کسانو ترسره شوی و. دغو کسانو کې د مضر کولیسټرول اندازه لوړه وه که څه هم په ظاهر روغ ښکاریدل.

له دې ګټو سربیره بادام عصبي سیستم لپاره هم ډیر زیات ګټور دی او په انسانانو کې د حافظې قوه پیاوړی کوي خو که چیرې دغه خواړه له اندازې زیات وخوړل شي د مختلفو ناروغیو لامل ګرځیدی شي.

بادام د استعمال خاصه اندازه ۴۲ ګرامه ټاکل شوی چې د ځینې څیړونکو په وینا د بادام خوړلو مناسبه اندازه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ دانې دي چې له دې زیاته اندازه انسان په ځینې ناروغیو اخته کولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د