په هلمند کي چاودنو ۲۰ تنه مړه او درې نور ټپیان کړه
نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د نهرسراج په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له کبله يې ۱۸ تنه ملکي کسان ووژل شول.
د هلمند امنیه قوماندان چارواکو ویلي چي نن د نهرسراج د بلوڅانو په کلي کي د سپرلیو پر فلاینګ کوچ موټر چاودنه وشوله، چي له امله يې په موټر کي سپاره ټول ۱۸ تنه ووژل شول.
دغو سرچینو زیاته کړې چي په موټر کي ماشومان ، ښځي او زاړه خلک هم وو.
په یوه بل خبر کی د هلمند ولایت د ګرم سیر په ولسوالۍ کې نن پر یو ټراکټور باندي ماین چاودېدلی چي له کبله يې ۲ تنه مړه او درې نور ټپیان شول.
ویل کیږي چي په ټپيانو کي یو ماشوم هم دی.