افغانستان

تاييد شوي وزیران نن خپل کار پیلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د کابینې هغه اته وزیران چې او د ملي امنیت رییس چې د ولسي جرګې له لوري تاييد شوي، نن خپل کار له لوړې وروسته پیلوي.

دغه اته وزیران چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې له لوري د ملي امنیت له رییس سره یو ځای د ولسي جرګې له لوري تاييد شول، نن د لوړې مراسم ترسره کوي.

د ګډ حکومت کابینه د حکومت له نږدې څلور میاشتې تېرېدو وروسته اعلان شوه، خو لا يې هم شپاړلس وزیران نه دي معرفي شوي

د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د پاتې کابینې په اړه بحث روان دی، او په خبره يې په لنډ وخت کې به ولسي جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې غړو وړاندې ویلي و، چې ګډ حکومت نه شي کولای چې د دوی په یوه نیمه میاشت رخصتي کې پاتې کابینه معرفي او دوی ورته د تاييد یا رد رايې ورکړي.

مجیب رحیمي وايي چې که د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ جوړ جاړی وشي، نو د نوي فرمان له مخې به د ولسي جرګې غړي په رخصتي کې بېرته را ټول او وزیران به ور معرفي کړي.

یاده دې وي ولسي جرګې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د کليو او پراختیا وزارت، د کانونو وزارت، د روغتیا وزارت د حج او اوقافو وزارت او د کډوالو چارو وزارت لپاره نوماند وزیران او د ملي امنیت رییس تایید او لس نور وزیران يې رد کړل.

سیاسي مبصرین وايي چې ولسي جرګې تېر اوونۍ د اجرایوي رییس له لوري معرفي شوي وزیران منلي خو د اشرف غني له لوري ور معرفي شوي ډېری مهم نوماند وزیران يې رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x