نړۍ

ترکیه: یونان ته تلونکي قاچاقي افغانان نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې ۳۰ تنه نا قانونه کډوال، چې هڅه یې کوله په قاچاقي ډول یونان ته لاړ شي، د سرحدي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د اناضول خبري اژانس د ترکیې پولیسو په حواله ویلي چې نیول شوي کسان د افغانستان، ایران او سوریې اتباع دي.

دغه کسان په یوې اته مترۍ بادي کښتۍ کې سپاره وو، او په قاچاقي ډول یې د یونان ټاپو ته د رسیدو هڅه کوله.

د ترکیې پولیسو د نیول شوو افغانانو د هویت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي خو ویلي یې دي چې ټول نیول شوي کسان د «بودرم» ښار د پولیسو حوزې ته د لازمو څیړنو او اجراءاتو لپاره استول شوي دي.

ترکیه اروپا ته د قاچاقي مهاجرت یوه تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي، ډیری افغانان چې غواړي له دې لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي، د ترکيې امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي او یا یې کښتۍ یونان ته له رسیدو وړاندې په اوبو کې ډوبیږي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ۴۰ تنه افغانان هغه مهال اوبو ډوب کړل چې غوښتل یې له ترکیې څخه د تورې بحیرې له لارې د کښتۍ په وسیله یونان ته ننوځي. د ترکي رسنیو په اساس په یادو افغانانو کې ۱۲ تنه ماشومان او ۷ ښځې وې.

د یوې احصائیې له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په ترکیه کې د قاچاقي کډوالو د نیول کیدو ۵۲۴ پیښې ثبت شوي، چې په ترڅ کې یې تر ۱۲۰۰۰ زیات کسان د ترکي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

دا قاچاقي پنا غوښتونکي له دې ویرې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو لخوا ونه پیژندل شي، په غیر مجهزو بادي کښتیو کې په ډله ییزه توګه سپریږي چې ډیری وخت د اوږد سفر لپاره دغه نا مناسبه کښتۍ په اوبو کې غرقیږي.

د ترکیې له لارې اروپا ته د تلونکو قاچاقي پنا غوښتونکو زیاته برخه افغانان، ایرانیان او سوریان تشکیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x