شعـــــرونه

لار ورکو ته !

قاري سعيد

لار ورکو شازلمو په بله تللو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

موږ تاسې خو ؤ غړي دافغان دلوی کاله
خپل مینځ کې وروڼه وروڼه دایمان دلوی کاله
څه وشول چې جدا او دصلیب په ټېل کې لاړئ
اې اې سکه بچیانو دقرآن دلوی کاله
له خپل اصل وفطرت نه تښتیدلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

راویښ شوئ ژوندانه ته داذان په زمزمو
ورو ورو رالویدئ په ترنم د الله هو
په ژبه مو الله زړه کې مو عشق دمحمد و
نن څنګه شوئ ور ګډ د پاپ ناقوس په اتڼو
په دام دکلیسا کې کېوتلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

په کوم دلیل له خپل دین او اولس په بله ولاړئ
بې ځایه ده عزت که دپردو په مینځ کې غواړئ
ښکاره ده له رمې دتنها پاتې مېږ په شانې
ځانونه به آخر دغرب په سرولیوانو داړئ
دخپل دین دښمنۍ ته ملاتړلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

کافردي ، د دوستۍ په وعدو غورو یې تېر نه وزئ
په مرستو تعهداتو په ډالرو یې تېر نه وزئ
د آم غوندې مو ځبیښي بیا مو ځای کچره دانۍ ده
ډېر پام چې په خوږو خوږو خبرو یې تېر نه وزئ
په حسن دمارانو زړه بایللو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

جنګونه صلیبي ظلم و عُدوان یې درپه یاد کړئ
اقصی په وينو سور دمسلمان یې درپه یاد کړئ
هغه دي چې پرون یې اُندلُس زموږ په وینو رنګ کړ
او نن زموږ دزیرمو چور تالان یې درپه یاد کړئ
په صف کې دسخت زړیو درېدلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

نن بیا یې ټوپک ستا په اوږه ایښی موږ پرې وُ لي
کورکلی مو لوټي په دین ناموس باندې راځغلي
هم تاسو وئ اولس مو چې کافر ته پای بسته کړی
کنه ، ډیر دي بې ننګه دا غربي میندو روزلي
دلویې ګناه ډنډ ته غورځېدلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

خولا هم فرصت شته لا دتوبې درګاه ده خلاصه
راځئ ، دخدای لپاره توبه وکړئ له اخلاصه
عزت مو د دارینو که په ځان باندې پېرزو وي
لاسونه کړئ راخلاص دصلیبي دوستۍ له لاسه
نور وخت دی دواپس راګرځېدلو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

توبه او ورپسې که په څو سرو یخه سینه کړئ
کیدای شي خپل ډېر کړي ګناهونه جبیره کړئ
او بیا مو که سعید ویني دحق لښکر په صف کې
ايله به یې د ډیر عمر ستي ارمان پوره کړئ
راځئ نور شئ رابېل له دې ناولو شازلمو
په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

محترمو قاري صیب

تاسو ته سلامونه او احترامات

ډېر په زړه پورې پیغام مو رسولی ده خداوند متعال وکړي چې په مرتزقه شازلمو باندې اثر وکیي.

یوه وړه د وروری ملاحظه هم لرم هغه دا چې که د “اې اې” پر ځای “هی هی” خوندي کړی بهتره به یي

باور لرم چی له ای ای نه ستاسو مطلب د افسوس څرګندوږنه ده

قاري سعید

محترم غوربندی صاحب
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته
سلامت اوسئ الله تعالی مو بریالی لره، واقعا چې د اې اې په ځای هی هی ډیر له حسرت او درد څخه ډک لفظ دی، ستاسو له سمونې او مشورې یوه نړۍ مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x