ټولنیزه برخه

د شیطان کیسې (1)

ژباړن : عطا محمد میاخېل

کله چې الله (ج) آدم (ع) پیدا کړ ، نو پرښتې د هغه د ښکلي صورت په لیدو ډېرې حیرانې او بې کچې خوشاله شوې .

کله چې شیطان هغه ولید ، نو وې ویل : الله (ج) دا ولې پیدا کړ؟ شیطان وروسته پرښتو ته وویل : که چېرې الله (ج) دې ته له موږ او تاسو څخه لوړه درجه ورکړي ، نو ستاسې غبرګون به څه وي ؟

پرښتو وویل : د خپل خدای (ج) امر ته غاړه ږدو . شیطان له ځان سره وویل : که چېرې الله (ج) ده ته له ما څخه لوړه درجه ورکړه ، نو زه هېڅکله د الله (ج) امر نه منم او دا به ووژنم . لعین شیطان د هغه په مبارک بدن باندې ناړې تو کړې او ناړې د هغه د نو په برخه وغورځېدې ، الله (ج) جبرائیل ( ع) ته امر وکړ ، چې د آدم (ع) د بدن له دې مبارکې برخې څخه خاوره بهر کړي ، جبرائیل (ع) ناړې او خاوره یوځای د هغه له مبارک بدن څخه لرې کړل ، له دې وروسته الله (ج) له هغې خاورې څخه سپی پیدا کړ .

په سپي کې درې خویونه شتون لري :

۱ ـــ له انسان سره مینه لري .
۲ ـــ د شپې له خوا ویښ وي .
۳ ـــ په انسان خوله لګوي .

له انسان سره له دې کبله مینه لري ، چې د آدم (ع) له خاورې څخه پیدا شوی دی ، د شپې له خوا له دې امله ویښ وي ، چې په هغه خاوره د جبرائیل (ع) لاس لګېدلی وو . په انسان باندې له دې امله خوله لګوي ، چې له هغې خاورې سره د شیطان ناړې یو ځای شوې وې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x