نادري ناولده

هند: یوه قبیله کې د انسانانو غوښې خوړل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): په پرمختللې نړۍ کې د انسان غوښه خوړلو څخه خلک کرکه او نفرت کوي خو په نړۍ کې داسې قبیلې او خلک هم ژوند کوي چې د انسان غوښه خوړل يي د ژوند یوه برخه ګرځیدلی او د انسان غوښه خوړلو څخه بده نه مني.

همداسې یو قبیله د هندوستان په شمالي سیمو کې ژوند کوي چې دغه قبیله د «اګوري» په نوم شهرت لري. یاده قبیله د ایرلینډ هیواد یو ژورنالیست او تصویر اخیستونکی پیدا کړی چې نوموړی هم د هغوي حالت له لیدلو سره حیران او ویریدلی و.

دغه ژورنالیست وايي چې د دغې قبیلې خلک په پخوا زمانو کې د ژوندیو انسانانو غوښې هم خوړلې خو اوس یوازې د مړه شويو انسانانو غوښې خوري.

دغه قبیله د ګنګا سیند په غاړه ژوند کوي. دغه سیند کې هره ورځ د لسګونو کسانو جسدونه غورځول کیږي چې یاده قبیله بیا د مړه شويو کسانو جسدونه له اوبو باسي او غوښې يي خوري.

اګور قبیلې خلک د انسانانو له غوښې خوړلو وروسته د هغوي له هډوکو ځینې اوزار جوړوي او د سر کوپړی یي اوبه څښلو لپاره استعمالوي.

ایرالینډي ژورنالیست «مېسن» وايي چې نوموړی له دغې قبیلې سره څو ورځې تیرې کړې. د دغې قبیلې خلک خوسا شويو مړو غوښې هم خوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fazall hadi ahmadzai

الله دی وکړی چه زموږ طالبان ورونه د سیاسی مخالفینو په توګه خبرو ته کینی او د افغانستان د سیاست یو پیاوړې برخه جوړه شي اوس سیاستونه ډیر پیچلي شوی او ټوپک ټانګ په دی ډول ساستونو کی ناکام دی راځۍ چه د پیغمبر ص په شان د عدم تشدد په طریقه مبارزه وکړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x