ټولنیزه برخه

لس عادتونه؛ چې په خپلولو سره یې وخت ستاسو غلامیږي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۲مه ۱۳۹۳ل): وخت عجیب دولت دی چې یو ځل د لاسه ووځي بیا لاس ته نه راځي، هغه وخت چې دې وخت په لاس کې وي، بیا تر وسې وسې ترې استفاده وکړې. په ورځ کې ۲۴ په اونۍ کې ۱۶۸ ساعته وي او دا هيڅکله نه زیاتیږي او نه هم کمیږي، بلکې سړی دومره کولای شي چې دغه ساعتونه ډیر موثر په ښه توګه سره استعمال کړي.

دا چې قیمتي وخت مو ضایع نشي، لس داسې عادتونه خپل کړئ چې خپل وخت د ضایع کیدو څخه وژغورئ:

په دې ځان پوه کړئ چې خپل وخت څنګه تېروئرائٹرز فوٹو

تر یوې اونۍ پورې وګورئ چې تاسو خپل وخت څنګه تېروئ. زیات خلک له دې څخه بیخي ناخبره وي چې دوی خپل وخت څه ډول تيروي. ورځې شپې پرې سبا کیږي خو دی نه پوهیږي چې څنګه تیریږي او څه ډول تیریږي. دا ساده تمرین ډیر اغیزمن دی او ددې کار په کولو سره تاسو کولای شئ چې بې مقصده کارونو څخه ځان وساتئ او بامقصده کارونه باندې پیل وکړئ.

دا معلومه کړئ کوم کار او فعالیتونه مهم دي

خپل مهم کارونو او فعالیتونو لپاره تقسم اوقات جوړ کړئ، مهمو کارونو تر هر څه اولویت ورکړئ. ځکه د ورځې په پیل کې انسان ډیر تازه دم او انرژۍ څخه ښه پوره وي. هغه چې ډیر ضروري کارونه نه دي، د هغې لپاره داسې عادت جوړ کړئ چې په فارغو وختونو کې یې وکولای شئ، ځکه غیرضروري کارونو کول ستونزمن نه؛ بلکې ډير اسانه وي.

د معمول تر وخته ۱۵ دقیقې وړاندې پاڅئاے ایف پی فوٹو

که د معمول تر وخته تاسو ۱۵ دقېقې وړاندې پاڅئ نو په اونۍ کې به تاسو ۷۵ دقیقې وخت پیدا کړئ او د سهار وخت بیا داسې وي چې د خلکو غیرضروري لاسوهنې هم کمې وې او ډير کار ښه په اسانۍ سره کیږي.

د انترنیت د استعمال لپاره تقسیم اوقات جوړ کړئاے ایف پی فوٹو

زیاتره خلک چې یو ځل انلاین شي، بیا نو د وخت په تېریدو هيڅ احساس نه کوي، د کمپیوتر څخه ورته لرې کېدل ستونزمن شي. نو لازمه داده چې د انترنیت لپاره تقسیم اوقات برابر شي، دا معلومه کړئ چې په اونۍ کې به څو ساعته او څو ځل انترنیت ته کینئ.

پلان جوړ کړئاسکرین شاٹ

د اونۍ په پیل کې تقسیم اوقات جوړ کړئ چې په دې اونۍ کې باید تاسو څه څه وکړئ؟ کوم کار ډير اړین دی چې لومړی یې وکړئ. همدا راز د هرې ورځې په پای کې د بلې ورځې لپاره پلان جوړ کړئ.

مبایل کې ایمیل او د ټولنیزو پاڼو له اکاونټونو څخه ووځئ (لاګ اوټ یې کړئ)اے ایف پی فوٹو

هر وخت چې مو د ایمیل یا ټولنیزو پاڼو اکاونټونه خلاص وي، دا مو توجه بل لوري ته اړوي او زیات وخت مو ضایع کوي. په ځانګړي توګه هغه وخت چې کله انسان په ډير ضروري کار کې مصروف وي. نو د ټولنیزو پاڼو مثلا، فیسبوک، ټویټر او نورو پاڼو د استعمال لپاره تقسیم اوقات جوړول هم ډير اړین دي، چې ایمیل، فیسبوک، تویټر او نورې پاڼې مو وکتلې نېټ مو قطع کړئ، اکاونټونو څخه مو ووځئ څو وخت په وخت درسره انديښنې پیدا نشي.

له هیڅ کار د حده زیاته توقع مه کوئ

پښتو کې متل دی چې هر سړی باید د خپل څادر سره پښې وغځوي. همدا راز خپل توقعات باید په خپل حد کې وساتئ، دا فکر وکړئ چې ایا توقعات مو مناسب دي یا نامناسب؟ دا باید په ذهن کې ونیسئ او د حده زیات د هیڅ کار د پایلې توقع ونه کړئ.

سوچ مو بدل کړئرائٹرز فوٹو

زه ډیر مصروف یم، یا ما سره وخت نشته، منفي جملې دی، چې همېشه تاته د بې وسۍ احساس درکوي. تاسو باید له دې ور اخوا فکر وکړئ چې زه به خپل وخت ښه استعمال کوم او دا زه کولای شم. په ځان کې د هر څه کولو استعداد پیدا کړئ، هيڅ کار ناممکن نه دی.

بهر ګرځېدل، چکر وهل مو ګټور استعمال کړئاے ایف پی فوٹو

داسې چې که بهر چکر وهئ، یا بهر هسې قدم وهئ، نو قدم وهل او چکر وهل مو ګټور استعمال کړئ، داسې چې هم قدم ووهئ او هم بل کار ورسره څنګ کې وکړئ. مثال په ډول که تاسو نېږدې کوم ځای ته په چکر ځئ یا کوم ملګري کره ځئ او دا هم درته معلومه ده چې کور ته باید سودا هم رواړئ نو هم چکر ووهئ او هم په پای کې کور ته سودا راوړئ. هم به مو ساعت تېر شوی وي او هم به مو د کور اړتیا پوره کړي وي.

چاپېریال مو پاک وساتئاے ایف پی فوٹو

ګډوډ میز، کوټه یا کور ستاسو توجه خرابولای شي، شیان چې کله سم او منظم وي، نو د شیانو د ورکیدو امکان هم کم وي او د اړتیا په وخت کې هم ژر پيدا کیږی. منظم ځای کې هر انسان په ښه توګه ښه کار کولای شي.

که مو پورته عادتونه خپل کړل ان شاء الله په نېږدې وخت کې به بیا وخت ستاسو غلام وي، کارونه به مو کم او وخت به مو زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x