ټولنیزه برخه

خپل هدف څرنګه په نښه کړو؟/عبرتناکه کيسه

لیکوال: حکمت الله ځلاند

يوه باتجربه ښکاري، دوه نوي ښکاريان وروزل؛ د روزنې په پای کې يې کله چې ازموينه ترې اخېسته؛ نو روزل شوو ښکاريانو ته يې وويل: په وړاندې ونه کې هغه مارغه په نښه کړئ، لومړي کس چې غشی ورته سم کړ، ښکاري ترې وپوښتل:

– نښه وينې؟

– هو؛

– نور څه هم وينې؟

– هو، ونه وينم، په ونه کې پاڼې دي، پاس د آسمان شين رنګ راته ښکاري او لاندې پر ځمکه کاڼي هم وينم؛

– بس پرېږده، مه يې وله!

دويم کس چې کله غشی ورته سم کړ، نو ښکاري ترې وپوښتل:

– نښه وينې؟

– هو؛

– نور څه درته ښکاري؟

– نور څه نه وينم، يوازې نښه وينم؛

– بس وله يې!

کله چې دويم روزل شوي ښکاري غشی ګوزار کړ، نښه يې ډېره دقيقه وويشته.

د کيسې ګټه: هر کله مو چې خپل هدف په نښه کړ، بيا په نور څه ځان مه بوختوئ او فکر مو پر بل څه مه مشغولوئ، يوازې د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره ټولې ممکنه لارې په کار واچوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x